د نارينه سپرم د ماشوم جنسيت ټاکي!

تردې نږدې وختونوپورې خلکوفکرکاوه چې د ماشوم جنسيت ښځې له لورې ټاکل کېږي، اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین د ښځو پورې تړې اوکه چيري يوه ښځه نرینه او يا ښځينه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه ګرم ګڼي او ځيني کورنۍ خپلواولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي خوقران کريم روښانه کړې، چې جنسيت د نارينه د مني له څاڅکې نه نشات کوي.الله تعالی فرمایي:

(وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْاُنْثٰى 45؀ۙ مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰى) (النجم۴۵ــ ۴۶)

ژباړه:اوهغه نارينه اوښځينه صفتونه پيداکړل، دنارينه له نطفې نه چې تويږي.

عصري ساينس او طبي پلټنو زباد ته رسولې او د شلمۍ پيړۍ د جينتیک علم هم دا خبره کوي چې د ماشوم جنسيت د مور سپرمونه د حجرو له مخې ټاکل کېږي،د جنسيت د ټاکلو عامل کروموزمونه وي، هر نارينه (۲۳) کروموزوم او ښځه هم (۲۳) کروموزومونه لري چې د دوی مجموعه (۴۶) کېږي، په دغې مجموعې کې دوه عدده جنسي کروموزمونوپه نوم يادېږي، دغه جنسيت ټاکوونکي کروموزمونه په نارينه وو کې y او x اوپه ښځوکې x اوx دي، د شکل د ورته والي په پار په دې حروفونومول شوي، د x کروموزوم د ښځې او د y کروموزوم د نارينه ځانګړتياوې لېږدوي.

د يو انسان يا يوماشوم نوی جوړېدل د دغوکروموزومونو د دوو دانو له يو ځای کېدو نه،چې په نرینه او ښځوکې د جوړې په توګه شتون لري،صورت نيسي،د ښځې جنسي حجره په دوو حجرو ويشل شوې،چې هره يوه يي يوازي ښځينه ځانګرنې لري،په داسي حال کې چې د نرینه جنسي حجره کله چې ويشل کېږي،دوه ډوله بېلابېل سپرمونه جوړ وي،چې د x کروموزوم او بل يې د y کروموزوم لري،کله چې د ښځې هګۍ، چې د x کروموزوم لري، د نرینه د xکروموزوم سره يو ځای شي، ماشوم به د xxکروموزومونوڅخه لاس ته راځي،چې جنسيت به يې نجلۍ وي او کله چې د ښځې تخمه،چې يوازې د xکروموزوم لري،کولای شي،چې د yکروموزوم سپرم سره يوځای شي،ماشوم د xyکروموزوم درلودونکی وي او جنس به يې هلک وي.

د نرینه د منې يوه زره چې د سپرم په نوم ياديږي،د ښځې د وړې زرې چې د اووم په نوم يادېږي او په مياشت کې يوازې يوه هګۍ پيداکېږي اوکله چې همدا هګۍ ځای پر ځای شي،له همدې څخه د ماشوم جنسيت جوړ شي،دا هر يو ژوندی وي او تحرک لري،په يوځل جنسي نزديکت کې د نرینه په منې کې دوه سوه تر درې سوه ميليونو سپرمه د ښځې په رحم کې توېږي.

د نارينه په هره قطره مني کې په لکونو نطفې وي،له دغو ټولونطفوڅخه يوه يې د ښځې له يوازينۍ هګۍ سره يوځای کېږي او يوه حجره رامینځته کوي،دغه ګډه نطفه د انسان د وجود بنسټ شي،همدا حجره نورې حجرې زېږوي اوشمېريې ورو ورو زياتېږي،لومړی د عقلې بڼه غوره کړي،بيا مضغي،بيا هډوکی پکې جوړشي او بيا يې د بدن دغړو د جوړېدو لړۍ پيل شي. (۳: ۱۱۶ــ۱۱۵مخونه)

دا د قران کريم علمي،ساينسي،طبي او ټولنيز اعجاز دی،چې کلونومخکې خبرې يې نن زباد ته رسېږي.

زما اثر د قران کریم طبي اعجاز نه …….

لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي