د ننګرهار والي ۲۵ جریبه ځمکه د غاصیبنو له منګولو وژغورله

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په امر د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې د دې ولایت د کانال اړوند ۲۵ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو وژغورل شوه .

د دې ولایت والي شاه محمود مياخېل وايي، چې په دې وروستيو کې د ځمکو د غصب مخنيوي په موخه یې هڅې ګړندۍ کړي او په تېرو څو ورځو کې يې څلور غاصبين هم نيولي دي.

نوموړی وايي، د کانال ادارې اړوند ۲۵ جريبه ځمکه د محکمې تر فيصلې وروسته له غصب خلاصه او د کانال ادارې ته وسپارل شوه.