د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ماین چاودنې مرګ ژوبله اړولې

په اچین ولسوالۍ کې ماین چاودنې یوه لس کلنه نجلۍ شهېده شوې او یوه میرمن یې ټپې کړې ده.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د اچین ولسوالۍ په مامند باغ سیمه کې د داعش وسله والو له لوري ځای پر ځای شوې ماین چاودنې یوه لس کلنه نجلۍ شهیده شوې او یوه میرمن یې ټپي کړي ده.

د چارواکو په وینا ټپې شوې میرمن په سیمه کې یوه پښه له لاسه ورکړې او د لا درملنې په موخه د امنیتي ځواکونو له لوري د بهرنیانو په مرسته بګرام ته لیږدول شوې ده.