د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې یو ملا نامعلومو وسله والو وژلی

د یاد ولایت خېوې ولسوالۍ د کلټک د کلي د جامع مسجد خطیب او د زرګرانود ملک د کلي ملا امام مولوي صفي الله حنیفي نن سهار د ناپیژنده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

له سیمې څخه عیني شاهدانو انعکاس ته وویل، چې نوموړی د سهار لمانځه لپاره مسجد ته روان وو، چې د ناپېژندو وسله والو له لوري پرې برید وشو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې دیني عالمان په نښه کیږي، چې دیني عالمان یې سخت اندېښمن کړي دي.