د ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي، چاودنه د سره رود ولسوالۍ په شمشپور سیمه کې هغه مهال شوې چې د سیمه ییزو پولیسو رنجرموټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
خوګیاڼی وایي، په دې چاودنه کې دوه سیمه ییز پولیس برسیرن ټپیان شوي او نور چاته یې زیان نه دی اړولی.
تراوسه د حکومت کومې مخالفې ډلې د دې چاودنه مسؤلیت نه دی منلی.