د نړۍ تر ټولو چټک «۱۲۸» جي بي ریم لرونکی لیپټاپ وړاندې شو

د چین مشهورې کمپنۍ لینوو په لندن کې د یوه کانفرنس له مخې د ۱۲۸ جي بي ریم لرونکي تهنک پيډ پي ۵۲ «Lenovo ThinkPad P52» نومې لیپټاپ وړاندې کړ.

دا د نړۍ لومړی تر ټولو ستر ریم لرونکی لیپټاپ دی چې په یو شمېر هېوادونو کې به د روانې «جون» میاشتې په پای کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

دا لیپټاپ اتم جنریشن دی چې په کې «انټیل ایکسیون هیکزا کور، او Nvidia پي ۳۲۰۰ جي پي یو» پراسیسر ځای پر ځای شوی، چې ددې حافظه «سټوریج» ۶۰۰۰ جي بي یعنې «6 TB» دی، چې لویه ځانګړنه یې ددې ریم RAM دی.

دغه کمپیوټر په ۱۲۸ جي بي ریم ځانګړی شوی، چې د لینوو کمپنۍ په وینا تر ټولو سخت او بوج لرونکی کار به په ثانیو کې ترسره کوي، همدا ډول ددې سکرین ۴ کی ډیسپلی سره ۱۵.۶ انچه دی، چې قریب دوه نیم کیلو ګرامه وزن لري.

په دې کې به د فلاش USB درې پورټونه وي، ۳ Thunderbolt پورټونه، HDMA ۲.۰ مني ډیسپلی پورټ، غوږۍ جیک او د ایترنیټ پورټونه ورکړل شوي دي.

تر دې مهاله لینوو کمپنۍ ددې لیپټاپ بیه نه ده په ډاګه کړې، خو اټکل کیږي چې د تېرو لیپټاپونو په مقابله کې به ددې بیه هم له ۱۲۰۰ امریکایي ډالرو پورته وي.

د یادونې وړ ده چې لینوو کمپنۍ له دې وړاندې د مبایل په پرمختګ کې په حیرانونکي ډول د څلور زره جي بي حافظه لرلو ځیرک مبایل وړاندې کړی و، خو وروسته یې دغه حافظه له مبایل څخه انترنیتي «Icloud» ته واړوله