د همت د ټيټوالي لاملونه

له عربي سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه

د همتونو د ضعف، لوېدو او ټيټتيا ډېر لاملونه دي، خو موږ به يې دلته يو څو په لنډه توګه بيان کړو:

۱.  د دنيا سره مينه او له مړيني کرکه او بد وړل: د دنيا سره مينه د ټولو خطاوو او ګناهونو سر بلل سوې ده. دغه مينه لامل سوې ده چي ځيني کسان د الله په لار کي د خپلو دښمنانو سره د جهاد په اړه داسي سست، بې همته او ډارن وي چي وسله وال جهاد څه چي د دين، هیواد او مسلمانانو د نيواکګرو دښمنانو پر ضد ساده تکلم لا هم نه کوی. همداراز د دنيا مينه  د دوی سره د نس او نفس د شهوتونو داسي مينه پيدا کړي چي تر ډېرو شيانو يې غوره وبولي او ډېر په بوخت سي. د دنيا په خوندونو او چړچو کي ډوب سي او د دې غولوونکي نړۍ د مادي توکو د حاصلولو په موخه يو له بله  په وړاندي کېدو کي تل په رقابتونو او سياليو لګياوي.

اما له مړيني څخه وېره او کرکه د آخرت د خرابۍ تر څنګ د دنيا د ميني او د هغې د مادي توکو د ترلاسه کولو په اړه د سراښۍ پايله او ثمره ده او دا دواړه (د دنيا سره مينه او له مړيني وېره د يوه بېخ (اصل) دوې تنې دي، چي يوه له بلي نه بېليږي او په انسان کي د دې دواړو شتون جبن او بې زړه توب رامنځ ته کوي، په داسي حال کي چي لوړ همت په ډارن زړه کي هيڅ ځای نه نيسي.

۲. په بې همته چاپېريال يا ټولنه کي د انسان شتون:

هغه چاپېريال چي انسان پکښي اوسي، د هغه د همت پر لوړتيا يا ټيټتيا باندي لوی اغېزښندي. چاپېريال د انسان د پرمختګ او همت د لوړتيا او  لويو چارو د تر سره کولو سره د ميني لامل ګرځي او کېدای سي د دې برعکس وي لکه د شينلو(نباتاتو) او داسي نورو بوټو لپاره چاپيريال. که چاپېريال او ځمکه او هوا ښه او مناسبه وي، نو نباتات ښه وده پکښي کوي او تر ثمره رسیږي، خو که چاپېريال ناوړه او ناسم وي نباتات ضعيف او کمزوري وي او بالاخره له منځه ځي.

 

۳. د کورنۍ روزني ضعف يا فساد:

دغه لامل تر مخکني لامل ډېر جدي او د پام وړ دی. ځکه کور هغه لومړنی ښوونځی دی چي کوچنی د ښوونځي يا چاپېريال دمخه پکښي روزل کيږي او پر  کړو وړو يې په مستقيمه توګه د مور او پلار اغېز لوېږي. ځکه نو مور او پلار د کوچني د فساد او انحراف په اړه مسؤول ګڼل کيږي. په کومه کورنۍ کي چي اولاد په ډېرناز، نعمت او اسراف کي ، ډارن ، بې زړه او بې جرئته وروزل سي، نو بيا شونې نه ده چي د هغې کورنۍ اولادونه  دي د لوړ همت درلودونکي او د لویو کارونو تر سره کوونکي سي. خو که د دې برعکس وروزل سي کېدای سي چي دغه غوره صفتونه پکښي وموندل سي.

۴. د لوړ همت په چاره کي کورنيو خنډونو ته تسلېمېدل:

د مېرمني او اولادونو د ډېرو غوښتنو منل او تر سره کول زياتره د لوړ همت په لار او کار کي خنډ واقع کيږي. مېرمن او اولادونه سړي ته  فتنه کيږی، له عبادت، د علم له ترلاسه کولو او لويو چارو د تر سره کولو په لار کي له هلو ځلو څخه يې راګرځوي او له لوړو موخو يې ليري کوي. دا له دې امله چي مېرمن او اولادونه ډېري غوښتني لري او د کور مشر د لويو چارو د تر سره کولو او لوړ همت څخه را ګرځوي. ځکه نو لوی څښتن سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿ وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ﴾ [الأنفال: 28].

ژباړه: او (اى مومنانو!) په دې خبره پوه سئ چي ستاسي شتنمۍ او ستاسي اولادونه (د خداى تعالى له لوري) يو ازميښت (او د هغه د بنده ګانو لپاره يوه فتنه او ابتلا) ده.

بل ځای فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ ﴾ [التغابن: ۱۴].

ژباړه: ای هغو کسانو چي پر الله مو ايمان راوړی دی او په شريعت يې کړنه کوئ ستاسي له مېرمنو او ستاسی له اولادونو څخه ځيني ستاسي دښمنان دي (دوی تاسي د الله له ياد او د هغه په لار کی له جهاد څخه راګرځوي او په همت او هوډونو کي مو خنډ او سستي رامنځ ته کوي). ځکه نو په هوښياري او احتياط سره ځانونه ځني وساتئ.(چي تر اغېر لاندي مو رانه ولي).

۵. ټنبلي او د ارادې ضعف:

دا دواړه د لوړ همت لپاره ډېر خطرناک خنډونه دي. انسان بايد له دغو دواړو څخه ځان ډېر ليري وساتي، ځکه دا د همت وژونکي دي، يو چا ویلي دي:«چا چي هوسايي او سوکالي غوره کړې او خوښه کړې ده په خواري اخته سوی دی، د آرامۍ او هوسايی خوښونه ذلت رامنځ ته کوي او په هغه حال چي اوس پکښي اوسي بسنه او د پرمختګ سره مينه نه لرل د عجز کيلي باله سي».

۶. د بدو، بې کارو او بې همتو خلکو سره ناسته ولاړه:

دا هغه کسان دي چي کله يو څوک د يوه کار د تر سره کولو په تکل کي سي، دوی ورته وايي:« ستا ډېره اوږده شپه په مخ کي ده، نو ښه داده چي ويده سې». د انسان طبيعت له هغه څخه په پټه د دغسي همنشينو او ملګرو ناوړه عادتونه غلاکوي. انسان د خپل ملګري د عادتونو او اخلاقو تر اغېز لاندي راځي او د دغسي بې همتو کسانو مجلس د ده او همت تر منځ خنډ او ځنډ رامنځ ته کوي، د عزم او هوډ ځانګړنه يې له منځه وړي او د ده او د لوړو اندونو او لويو غوښتنو تر منځ بېلتون راولي. ابوالعلاء المعري وايي:

ولا تجلس إلى أهل  الدنايا       فإنَّ خلائق السفهاء تُعدي

ژباړه: د ټيټو خلکو سره مه کښېنه، ځکه چي د ناپوهانو خويونه د هغو ملګرو ته لېږدول کيږي او اغېز پر کوي.

۷. د دوستانو او ملګرو سره زيات تګ راتګ:

د دوستانو او انډيوالانو سره زياته ناسته پاسته او په چټي او فضولو خبرو که څه هم له مباحاتو څخه وي او په هغو چارو وخت ضايع کول چي کومه دنيوي او اخروی ګټه نه لري، دا ټول انسان لويو چارو ته له وردانګلو څخه را ګرځوي او عمر يې په ضايع کيږي. رښتيا يې ويلي دي چي:«کله چي مجلس اوږد سي شيطان ته برخه پکښي پيدا سي».

۸. د مبتذلو رسنيو کتل:

ډول ډول مبتذلي، ټيټي، ناوړي او بې لاري کوونکي رسنۍ، (چي په عامه توګه ژيړ ژورناليزم ورته وايي) لکه ځيني ټلويزیونونه، انټرنيټي سايټونه، فېسبوکونه ، بې لاري کوونکي فلمونه، ويډيوګاني، کتابونه، مجلې، اخبارونه، کيسې، ناولونه او داسي ډېر نور ټول هغه څه دي چي همتونه او هوډونه ټيټوي، د انسان خدای ور کړي وړتياوي خفه کوي، انساني ځواکونه ماتوي، عقلونه پڅوي، په وګړو کي د ځان د حقارت او سپکاوي حس رامنځ ته کوي، د هغو د ځان او شعور ټيټتيا او سپکتيا پياوړې کوي، مېړانه او نارينتوب يې وژني او د دوږخ پر لار يې برابروي.

۹. د عقيدې په فهم کي انحراف:

د عقيدوي مسايلو په فهم او پوهه کي بې لاري او په تېره د قضا او قدر په مسئله کي ناسمه پوهه او پر الله سبحانه وتعالی باندي د سم او حق توکل په اړه د څېړني نه کول او له اسبابو څخه کار نه اخيستل، دا هر څه د همت او هوډونو له سترو خنډونو او د لويو کارونو د تر سره کولو او تکلونو لویو کمزوري کوونکو لاملونو څخه دي.

پر دغو چارو په ناسمه توګه عقيده لرل د هر ډول غيرت، زړه ورتيا او لوړ همت د احساس وژونکې ده. عزت په ذلت ، علم په جهل، خوځښت او تحرک په لټي او پرمختک په پر شاتګ، ځوړتيا او سقوط بدلوي.

۱۰. د خلکو لحاظ او ړوند تقليد کول:

په دې کي شک نسته چي زياتره خلک له نعمتونو څخه په خوندونو اخيستلو کي تر حد تېری کوي، په غفلت کي ډوب دی او د لوړ همت او همتناکو کارونو پر ځای په نورو چارو لګيا دي. ابن قيم رحمة الله علیه وايي: «انسان ته د ده خپل همجنسان او هغه کسان چي اړېکي ورسره لري ډېر ضررناک او تاوانيان دي. دا له دې امله چي د ډېرو وګړو خپل ټول پام او هم او تکل دې ته متوجه کړی وي چي څنګه خپل ځانونه د نورو سره مشابه او برابر کړي او پېښې او تقليد يې وکړي. هر لوري ته چي نور روان وي دی هم ور پسي روان وی ان که هغوی د سمساري په تنګ او بوين غار ننوزي دوی هم غواړي چي ور سره ننوزی».

۱۱. مینه (عشق)

ابن قيم رحمة الله عليه د الجواب الکافي په ۳۰۰ مخ کي وايي:« مينه کله کله کېدای سي کفر وګرځي. لکه يو څوک چي هغه څوک چي پر مين سوی وی د لوی څښتن غوندي خوښوي. دغسي مينان هيڅکله هم د لوی څښتن تعالی له خوا نه بخښل کيږي، ځکه دغسي مينه لوی شرک دی».

ډېري ميني د شهوت او فسق پر بنسټ او د زنا او ناروا په موخه وي، ديني لارښووني او ارزښتونه له پامه پکښي غورځول کيږي او انساني شرف او کرامت له منځه وړي. له دې امله نن مهالو مينو او عشقبازيو انساني فرهنګ او ثقافت ته سترتاوان رسولی دی او د اوسمهال عاشقۍ لويي فتنې ګرځېدلي دي.

مينه د مين ټول همت د هغه د معشوقې ترلاسه کولو ته متوجه کوي او د لوی څښتن او د هغه د پيغمبر له ميني څخه يې راګرځوي. مينه د مين صبر وقرار له منځه وړي، خوب يې تښتوي، د سړي دين، دنيا، شته او ځان د هلاکت سره مخامخ کوي او په ټوله کي د همتونو د ضعف او انحطاط له سترو لاملونو څخه باله سي.

۱۲. ځان غوښتنه (خودخواهی) او د رايي استبداد:

خپل ځان خوښونه او پر خپله خبره زور او ټينګار د جهل او ناپوهۍ نخښه او د سفاهت او کم عقلۍ دليل باله سي. دا بد عادت انسان د نورو له عقلونو او مشورو او تجربو بې برخي کوي. سمه داده چي انسان د دې برعکس له ځان خوښوني او پر خپله خبره له ټينګاره ډډه وکړي، خو د خپل ځان په خوار او کوچني ګڼلو کي مبالغه هم نه ده ښه. خپل ځان ډېر کوچنی او خوار ګڼل بيا په انسان کي د لويو کارونو او ښو چارو د ترسره کولو او وررسېدلو سره مينه او علاقه وژني، پر ځان باندي وېسا او باور يې له منځه وړي.

 

دې ته مو هم بايد پام وي چي له هغو کسانو څخه مشوره غوښتل چي د سلا او مشورې اهل نه وي ډول ډول تباهۍ رامنځ ته کوي او انسان د سترو چارو له تر سره کولو راګرځوي.

۱۳. ناوړه زړه نازړه توب او زياته بېړه :

د يوه کار د تر سره کولو په اړه په تصميم نیولو کي تردد او دوه زړه توب او همداراز د يوه کار د ترسره کولو په اړه زيات شوق او تلوار بد ګڼل سوي دي، ځکه دا دواړه ناسم عادتونه د عزم او تکل د کمزورۍ او د همت د مړيني لامل کيږي، په دې اړه خليفه ابو جعفر المنصور رښتيا ويلي دي:

إذَا كُنتَ ذَا رَ أيٍ فَكُنْ ذَا عَزِيمَةٍ           فَإنَّ فسَادَ الرَّأيِ أنْ تَتَرَدَّدَا

ژباړه: کله چي ته د رايي او نظر څښتن اوسې، نو د ټينګ هوډ او تکل څښتن هم اوسه او په دې اړه زړه نازړه توب ته لار مه ورکوه، ځکه زړه نازړه توب په رايه کي خلل او ورانی پېښوي.

۱۴. رخه، تمه او لالچ او سراښي (حرص) :

دا ټول د همت د ټيټتيا او جاه او عزت او منزلت د له منځه تلو لاملونه دی. کستناکه، تمه کوونکی او لالچي سړی هيڅکله د لوړ مقام او لوړي مرتبې څښتن کېدلای نه شي، ځکه داسي کسان د ټيټ همت او سپک شخصيت خاوندان وي، وايي: « عَزَّ مَنْ قَنَعَ وَ ذَلَّ مَنْ طَمَعَ»(چاچي قناعت وکړ عزت يې وموند او چا چي تمه وکړه ذلت يې په برخه سو.

۱۵. ګناهونه او معصيتونه:

دغه لامل د ټولو مخکنيو لاملونو په بر کي نيوونکی دی او ګناهونه د هغو له تر سره کوونکي څخه په ولس کي سپک سړی جوړوي، خواروي يې، عقل يې فاسدوي، شرم او حيا يې له منځه وړي، کوچنی او بې ارزښته کوي يې او ان له ګناهکار څخه خپل ځان هېروي. دغه ټولي چاري د ټيټو او منحطو همتونو اسباب باله شی. الله مو دي ځني وساتي.