د هند له لورې په ماهره خان بندیزونه، انصاف نه دی

د ریس فلم ډاریکټر راهول ډولکیا وايي، چې د هندوستان حکومت د ماهره خان په حق کې زیاتی وکړ او هغه يې په هندي سینما کې له کار کولو منعه کړه.
ماهره خان د وروستي ځل لپاره په ریس فلم کې له شارخ خان سره ګډه ولوبیده.
خو د فلم له خپریدو مخکې په هغې او د پاکستان په نورو اداکارانو بندیز ولګیده او ماهره خان يې د فلم د پرموشن له پروګرامونه لرې کړه.
په پاکستانیو اداکارانو بندیز وروسته له هغې ولګیده، کله چې تیر کال په کشمیر کې د هندي پولیسو په یوه پوځې اډه تروریستي برید وشو.
د ریس فلم ډاریکټر وايي، چې ددواړو هیوداونو اړیکې باید ددوې په سینمايي فعالیتونو اغیز ونه کړي.
د نوموي په باور چې له هندي سینما څخه د پاکستاني اداکارنو ویستل بې انصافي ده.
راهول د ماهره خان اداکارې وستایله او د هغې سره خواخوږې څرګنده کړه.