د هېواد زرغون کمربند کمپاین اجرائیه رئیس د نیالګیو په کېنولو پیل کړ

په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی د هېواد ټولو خبریالانو ته د هغوی د ورځې مبارکي وویله او د هغوی له هڅو، قربانیو او سرښندنو یې ستاینه وکړه.

اجرائيه رئيس وویل، چې د نیالګیو د ایښودلو کمپاین فعال مشارکت ته اړتیا لري او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د هېواد د سمسورتیا او رغونې لپاره دې نیالګي کېنوي. اجرائيه رئيس د هېواد په سمسورتیا کې له اړونده ادارو سره د هېوادوالو همکاري مهمه بولي او هیله ښيي چې راتلونکی کال به د ډېرو ورښتونو له امله سمسور او ښېرازه کار وي.

اجرائيه رئيس دغه راز له هېوادوالو وغوښتل په هغو سیمو کې چې ځنګلونه شتون لري، باید له امنیتي ادارو سره په ګډه د ځنګلونو ساتنه وکړي او له وهلو یې مخنیوی وکړي.