د وخت ارزښت

د نړۍ مشهور لیکوالانو ویلي، مخکې له دې چې شپه کې د خوب کټ ته لاړ شو، د هغو کارونو لپاره مهالوېش جوړ کړو چې غواړو سبا یې ترسره کړو. دغه کړنه د دې سبب کېږي چې ستاسو ضمیر په ناخوداګاه ډول د خوب پر مهال پر دغه مهالوېش تمرکز وکړي. کله چې سهار له خوبه را پورته کېږی او د ورځې په اوږدو کې له ستونزو سره مخ کېږی، نو پر وړاندې يې تياری ښیی او په خورا اسانۍ سره يې هوارولی شی.

د وخت د مديريت لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

د اړینو پوښتنو جوړول: کوم کارونه باید ترسره کړم چې ډېر څه لاسته راوړم؟

کوم کارونه ترسره کولای شم چې مخکې له مخکې یې د یوه بدلون ځواب ویلی وي؟

دغو پوښتنو ته مناسب ځواب ويل له تاسو سره مرسته کوي چې کارونه  په ښه ډول ترسره کړو. دا چاره مو له پرمختګ سره مرسته کوي.

د کار ارزښت وپېژنئ: تر ټولو مخکې هغه کارونه ترسره کړئ چې ستاسو په اند ډېر مهم دي. هغه انرژي چې تاسو یې په سوچونو او اندېښنو لګوی ستاسو وړتيا ده چې ضايع کېږي، او وخت ډیر قیمتی دي هر لحظه ته باید ‌ډیر ارزښت ورکړو ځکه وخت بیرته نه راګرځې.