د وخت مدیریت څه معنا لري؟

لیکنه: تاج محمد تمکین

په انساني ژوند کې د انسان لپاره وخت مهمه معنوي شتمني ده.په همدې اساس د وخت تنظیمول او مدیریت کول هم زیات اړین دي. وګورو اکثره وخت مونږ فکر کوو چې یو کار وځنډوو یا کیدل یې بل وخت ته پریږدو خو وروسته بیا محسوسه شي چې دغه معنوي شتمني مو څومره ضایع کړې ده.

له بده مرغه پرمختیایی هیوادونو کې د وخت قدر کول د پرمختللو هیوادونو په نسبت کم دي.دلته د وخت مدیریت او تنظیم ډیر زیات ضرور دی.وخت داسې یوه معنوي شتمني ده چې هیچا ته هم انتظار نه کوي بلکه همداسې تیریږي.

د وخت تنظیم په روزمره توګه تر ټولو ښه کیدای شي. په دې معنا چې هره ورځ یا دوه یا څو ورځو کې مونږ د ځآن لپاره د لمړیتوب په اساس هغه مهم کارونه وټاکو چې کول یې اړین وي.

دغه کارونه چې د خپل منظم تقسیم اوقات په اساس تر سره کړو نو د یو ډول راحت احساس کولای شو.د لمړیتوب لرونکو کارونو ترسره کول د وخت په اساس انسان ته دا احساس ورکوي چې رښتیا هم مهم کارونه مې کړي دي او دا یې لا نور د کارونو د کولو لپاره د هڅونې باعث ګرځي.

د وخت مدیریت په دې مانا ندی چې انسان د هر ډول کار د کولو لپاره ځآن چمتو کړي، نه! لمړی باید انسان خپله توانایی وګوري او د هغې وروسته د یو کار د کولو یا نه کولو تصمیم ونیسي، اکثره وخت مونږ وخت ځکه نشو مدیریت کولای چې ځآنونه په هغو کارونو کې بوختوو چې زمونږ د توانایئ نه لوړ وي، او دکافي سفر وروسته مونږ ته احساس شي چې ولا دا کار مې باید نه وای پیل کړای.

اړینه ده چې مخکې د کار کولو نه انسان د کار د کیدلو وخت او فرصت نظر کې ونیسي، که لازم وخت مو د کار کولو لپاره د خپلې توانایئ په تناس لره نو بلکول یې وکړئ کنه مه یې کوئ.همدارنګه ددې لپاره چې بدن مو نورمال وي نو د وخت په تنظیم کې باید خوب کولو ته هم فکر وشي، سلیم عقل په سلیم بدن کې دی او د همدې پرنسیپ په اساس باید انسان په څلورویشت ساعتونو کې د راحت مطابق خوب وکړي تر څو دکارونو د ترسره کولو لپاره یې بدن جوګه او ارام وي.

د وخت نه د ښې ګټې اخستنې په خاطر ضروري ده چې انسان د کار په وخت ټوله پاملرنه خپل کار ته وکړي تر څو په پوره مثمریت سره کار سرته ورسوي او تر څنګ یې په یو وخت کې کوشش کول پکار دی چې یو کار ته توجه وشي، په یو وخت کې د څو کارونو سرته رسول په همزمانه توګه په کاري پرمختګ کې خنډ رامنځته کوي.

د دې لپاره چې د وخت سم مدیریت وکړل شي، اړینه ده چې د خپلو کارونو لست ترتیب او اهمیت ته یې په کتو سره په روزمره توګه دغه لست یا نوملړ تعقیب او د وخت د تنظیم په اساس ترسره شي.د هرکار لپاره باید معین او مشخص وخت وټاکل شي، داسې هم نده چې د تفریح وخت هم سړی په کار بوخته کړي، څومره چې د انسان ذهن ارام او راحت وي په هماغه توګه یې د کار ګټورتوب او ارزښت هم زیات وي.

د وخت تنظیم عینا د پلانګزارئ یوه پروسه ده خو پدې پروسه کې مهمه دا ده چې انسان د دغه تیریدونکې معنوي شتمنئ څخه څنګه ګټه واخلي.وخت داسې یوه شتمني ده چې مونږ کولای شو اعظمی ګټه ترېنه واخلو.

هڅه پکار ده چې د خپل ژوند د منظم روزمره مهال ویش په اساس کاري بهیر پرمخ بوول شي، که جلسه وي او یا هم دفتري یا کورنئ کار ، د خپل وختي رژیم او مهالویش مطابق یې اجرا کول پکار دی تر څو دا احساس ونشي چې دوخت څخه مو ګټه نده پورته کړې او وخت رانه ضایع شو.

هغه انسانان ډیر بریالي وي چې دوخت په تنظیم، مدیریت او همدا شان د وخت څخه په ګټه اخستنه باندې پوهیږي.