تمه ده چې د ولسي جرګې د رئیس د ټاکنې پر سر د اختلاف د حل مؤظف پلاوی نن د خپلو څېړونو نتایج اعلان کړي
ولسي جرګه کې په تېرو درېیو ورځو کې اختلافونه وروسته له هغه اوج ته ورسېدل چې د رأیو اخېستو له یوې لانجمنې پروسې وروسته میر رحمان رحماني د رئیس په توګه معرفي شو او سیال کاندید کمال ناصر اصولي یې مخالفت وکړ.
مؤظف پلاوي ته دنده سپارل شوې ده، چې د ولسي جرګې ارشیف او د رئیس د ټاکنو لپاره د رایو بهیر وګوري او له ارزونې وروسته په دې اړه پریکړه وکړي.