د پښتو تر ټولو لوی قاموس چاپ شو

د هالنډي فلامي پښتو لومړی قاموس له چاپ څخه راووت. دغه قاموس چي انجينير ميرويس رشيد مسکين صاحب او احمدولي اڅکزي په ګډه ليکلی، دوه کال تر مخه لا پر قاموسونه ټکی کام آنلاين شوی ؤ.

د دغه قاموس چاپ شوې بڼه ۱۶۳۹ مخه لري او په حجم او متن کي تر نورو ټولو مخکنيو پښتو قاموسونو لکه درياب او تشريحي قاموس ستر دی.

د دغه ستروالي لامل دا دی چي په دغه قاموس کي نه يوازي د هالنډي لغتونو پښتو معناوي راغلي، بلکه په زياتو مواردو کي تشريحات او د پوهنغونډ په څېر اوږدې معلوماتي مقالې هم ورسره اضافه شوي دي. په آینده کي اراده لرو چي انشاالله د دغه قاموس يوه وړه او جيبي بڼه هم چمتو کړو، په کومه کښي چي تشريحات نه وي، بلکه صرف معناوي وي.

په ټوليزه توګه په دغه قاموس کي تر ۱۶۰۰۰ څخه زيات هالنډي او فلامي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي.

که د دغه قاموس د ځانګړتياؤ په تړاو نور معلومات غواړئ نو لطفا لاندني لينک ته مراجعه وکړئ. د لاندني لينک معلومات مي دوه کاله تر مخه د دغه قاموس د آنلاين کولو پر وخت خپاره کړي ول.

http://bit.ly/1NOYQyP

دغه تازه چاپ شوی قاموس د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه په وړيا توګه د آنلاين قاموس په توګه هم کارولای سئ. د قاموسونه ټکی کام د ځانګړو موبايل اپليکېشنونو په مرسته هم په دغه قاموس کي په آنلاين توګه لټون کيدلای شي.

دا چي دغه قاموس ډېر لوی دی او وزن يې هم ډېر زيات دی، نو ښايي د عام استعمال له پاره تر اندازې ډېر لوی او هم ډېر په بيه ګران وي. له همدې کبله موږ دغه قاموس چاپ ته چمتو کړ، خو په امتحاني توګه مو په لږ شمېر کي چاپ کړ.

دا چي دغه قاموس څوک څنګه په لاس راوړلای شي او قيمت به يې څو وي، په هکله يې معلومات انشالله په آئنده کي پر قاموسونه ټکی کام پاڼه موندلای شئ.

هيله ده چي دغه قاموس د هالنډي فلامي او پښتو مينه والو د قاموس بنسټيزه تنده ورماته کړي.

د ۲۰۱۷ کال د اګست ۱۱مه نېټه، بون