د چپرهار ولسوالۍ ماڼو کلي کې د والیبال سیالۍ د آمن فضا کې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ ماڼو کلي کې د ۲۴ ځایي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې لومړی مقام پکې شولانې دویم، ماڼو او درېیم مقام پکې د کلاشېخ لوبډلې ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ چې د ماڼو عالي لېسې د والیبال لوبغالي کې جوړې شوې وې له لرې پرتو سیمو یې هم نندارې ته سلګونه کسان راتلل او د خپلې خوښې لوبډلې او لوبغاړي به یې تشویقول.

د دې سیالیو پای لوبې ته د ماڼو او شولانې لوبډلو لار وموندله چې پای لوبه کې شولانې ماڼو ته په ماتې ورکولو د دې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.

په سیالیو کې ګډونوالو لوبغاړو د ورزشي مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د ځونانو ترمنځ داسې نورې سیالۍ دې هم ورته برابرې کړي.

د چپرهار د ورزشي کمېټې مرستیال شفیق الله پسرلي وویل، دغه سیالۍ د ماڼو لوبډلې دوی سره په ګډه همغږۍ جوړې کړې وې او موخه یې د ځوانانو ترمنځ یوالی او اتفاق وو.

نوموړی وایي، په دې ولسوالۍ کې یې له دې وړاندې هم د ځوانانو لپاره داسې سیالۍ برابرې کړي او په راتلونکي کې یې هم لوبغاړو ته ډاډ ورکړ، چې دې ورته سیالۍ به ورته برابرې کړي.

سیالیو ته د بېلابېلو ځاینو څخه په سلګونو راغلي د والیبال مینه وال او نندارچیان وایي، ډېر خوښ دي، چې په دې ولسوالۍ کې امن راغلی او ځوانان یې په خوښۍ سره راټول شوي او لوبې ترسره کوي.

دوی وایي دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې دغه سیالۍ د امن فضا کې ترسره شوې او دوی یې له کتو خوند اخلي.

چپرهار ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په فعالیت سره امن راغلی او اوسېدونکي یې له شته امنیته خوښ دي.

خبریال نصرت الله عمرزی