د ژوندانه بېلابېل اداب :

۱ـ ښځي دي د نارينه و په منځ کي نه ګرځي. (ابوداؤد)

۲ـ کله چي د چا دروازه وټکوئ او له دننه څخه اواز راشي چي څوک يې ؟ نو داسي مه وایاست چي زه يم، بلکي خپل نوم ورته اخلئ؟. ( بخاري)

۳ـ کله چي د چا کور ته ځئ نو مخکي اجازه اخلئ. (بخاري)

۴ـ د اجازې غوښتلو پر وخت د دروازې مخ ته مه درېږئ بلکي چپه يا راسته خوا ته درېږئ. ( ترمذي)

۵ـ که خپلي مور ته ورځې نو بيا هم تر اجازې اخيستلو وروسته ورځه . (مالک)

۶ـ کله چي يو چا ته د ضرورت په خاطر چاړه، چاقو ورکوئ نو تېره خوا يې خپل طرف ته او د چاړې لاس هغه کس ته ور کوئ. (ترمذي)

۷ـ هوا او تبي ته بد مه وایاست. (ترمذي ومسلم)

۸ـ کله چي شپه شي نو په بسم الله ويلو سره دروازه بنده کړئ، ځکه چي شيطان بندي دروازې نه خلاصوي او پر لوښو سرونه کښېږدئ.

۹ـ کله چي د شپې په کلي، بازار … کي تګ راتګ ختم شي نو په داسي وخت کي دباندي مه وځئ. (شرح السنة)

۱۰ـ د عامو خلګو په مخ کي اسویلۍ کول د ادب خلاف کار دی.

کاپي…