د کابل جلال اباد په لویه لار ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

نن مازدیګر شاوخوا درې نیمې بجې د طورخم جلال اباد عمومي سړک سپین پول په سیمه کې د دوو ټېلرو او یو سوزوکي موټر ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې، چې په پایله کې یو کس وژل شوی او پنځه تنه نور سخت ټپیان دي. د پېښې له ځایه عزت الله شینواري د انځورونو په استولو سره انعکاس تلویزیون ته وویل، د پېښې اصلي علت د طورخم جلال اباد دوهم سړک نه جوړیدل دي، چې شاوخوا لس کاله وړاندې یې کارونه شروع شوي دي او اوس یې کار بند دی.