د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د تېرې ورځې د توغندیزو بریدونو د قربانیانو شمېر لوړ شوی دی.
ددې وزارت په خبره د وحدت ګوند مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د نمانځنې په غونډه کې د راټولو شویو افغان لوړپوړو چارواکو پر غونډه د توغندیو بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي په ټپي شویو کې ۱۲ ښځې هم شاملې دي.
نوموړی ادعا کوي چې دا بریدونه طالبانو کړي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا ردکړې ده.
ټویټر کې د اعماق په نوم اکونټ په یوه ټویټ کې ددې برید مسولیت داعش منلی و.