د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په وینا چې د دې سترې اقتصادي پروژې تخنیکې چارې اتیا په سلو کې بشپړې شوي او د پایپ لاین ساختماني عملي چارې به هم ژر پیل شي.
مطفي د عملي کار دقیقه نېټه ونه ښوده؛ خو ويې ویل، چې د دې تخینکې مطالعات پای ته رسېدلي، د لارې مسیر يې تعین شوی، چاپيریالي مسایل يې څېړل شوي او د استملاک په مسئله يې د افغانستان د ښار جوړولو له وزارت سره خبرې روانې دي.
د یادونې وړه ده، چې له دې وړاندې د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي و، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هندوستان ته لېږدوي.