د کردستان ټولپوښتنې کې د کردانو پراخ گډون او د بغداد مخالفت

د عراق شمال کې د خپلواک کردستان لپاره په ټولپوښتنې کې د کردانو پراخ گډون کردان ډاډمن کړي، چې دوی به د ځانگړي هېواد څښتنان شي، خو د عراق لومړي وزير حیدر العبادي او عراقي عربانو د کردستان له خپلواکۍ سره مخالفت ښوولی او دغه ټولپوښتنه يې ناقانونه بللې ده.

کردانو له تېرو سلو کلونو راهيسې د خپلواک هېواد لپاره غوښتنه کوله، خو تېره ورځ په دې وتوانېدل، چې د خپلواکۍ لپاره ريفرنډم يا ټولپوښتنه وکړي.

رايو اچوونکو د درې کرد مېشتو ولايتونو سربېره په هغو لانجمنو سيمو کې هم د رايو دوولس زرو مرکزونو کې خپلې رايې وکارولې، چې له بغداد سره يې په واکمنۍ شخړې روانې دي.

د خپلواک کردستان لپاره ټولپوښتنه په سختو امنيتي تدابيرو کې وشوه، چې د بغداد سربېره د سيمې هېوادونو يې هم مخالفت کړی دی.

دغه ټولپوښتنه د اربيل، سليمانيه او دهوک ولايتونو سربېره په کرکوک، سنجار، د نينوا په بعشیقه ولايت او د صلاح الدين ولايت لانجمونو سيمو کې هم ترسره شوې ده.

رسمي سرچينې وايي، چې اربيل کې د ټولپښتونې گډونوال ۸۰٪، دهوک کې ۹۰٪، کرکوک کې اتيا سلنه وو، خو په سليمانيه او حلبجه کې د ټولپوښتنې گډوال له پنځوس سلنه زيات نه و.

عربي رسنۍ وايي، چې ټولپوښتنې کې د گډوالو شمېر له اټکله زيات و، له وروستيو خوښيو او د موسیقي له محلفونو ښکاري، چې ډېری گډونوال د خپلواک کردستان پلويان دي.

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي دا ټولوپښتنه ناقانونه بللې او د نه منلو پرېکړه يې کړې ده.

د کردستان مشر نيجيرفان بارزاني وايي، چې د عراقي حکومت پرېکړه پر کردي ملت د بنديزونو لگولو په معنا ده.

بارزاني دا هم وويل، چې خپلواک کردستان به هېڅکله د ترکيې په گډون د سيمې امنيت لپاره گواښ نه شي او زياته يې کړه، چې له ترکيې سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

د کردانو مشر مسعود بارزاني ويلي، چې دغه ټولپوښتنه له گڼو گواښونو او ستونزو سره مخ کېدای شي. د عراق گاونډيو هېوادونو ترکيې او ایران د ټولپوښتنې له منلو نټه کړې.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له خپل ایراني سيال حسن روحاني سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال د خپلواک کردستان له منلو نټه کړې او دا يې د سيمې امنيت لپاره گواښ بللی دی.

کردان په عراق، ایران، ترکيې او سوريې کې پراته دي، چې ټول ټال شمېر يې شاوخوا دېرش ميليونه دی او د عراق گاونډي دولتونه اندېښنه لري، چې د دغو هېوادونو کردان به هم د خپلواکۍ غوښتنه وکړي.

مسعود بارزاني ويلي، په ۲۰۰۳ کې پر عراق د امريکا د يرغل پر مهال له عراق سره د کردانو يو ځای کېدل تېروتنه وه او راتلونکي کې به دغه تېروتنه تکرار نه کړي.

واشنگټن او بغداد هغه مهال له کردانو سره ژمنه کړې وه، چې خپلواکي به يې په رسميت پېژني، د تېلو او نورو طبيعي زېرمو له عوايدو به د کردانو برخه ورکوي، خو کردان تور پورې کوي، چې واشنگټن او بغداد ورسره په ژمنو وفا نه ده کړې.