د کلتور لپاره ښایسته او پښتنه کلیمه (ښکارهنګ) ده

ليکنه: انجینر محمد داؤد اڅک

مخکي ددې چي خپل انتخاب ښکارهنګ در وپیژنم بې ځایه به نه وي چي پر کلتور باندي یو مکث وکړو . کلتور ته په انګلیسي کي کلچر ویل کیږي چي د پرورښت ، تمدن ، کښت ، زراعت او روزني په معنا دی . خو کله چي په اروپا کي د کلچر کلیمه لومړی ځل په ۱۸ او ۱۹ مه پیړۍ کي پکار یوړل سوه په کرهڼه او باغواني کي د ترویج په معنا وه . دغه مفهوم انګلیسي ژبي د لاتیني ژبي د کالتورا د کلمې څخه اخیستی دی او کالتورا بیا د لاتیني ژبي د کولر د کلیمې څخه اخیستل سوی دی چي د کرهڼي او ترویج معنا ورکوي .

کلتور په اصطلاح کي څه معنا ؟

کلتور په اصطلاح کي ډېره پراخه لمن لري ، خصوصآ په اروپائي ادبیاتو کي د کلتور لپاره تقریبآ دوه سوه تعریفه وړاندي سوي دي ، چي دا پخپله د کلتور اهمیت په اروپائي ټولنه کښي بر ملا کوي . اروپائیانو کلتور د بیلو بیلو لکه ټولنیز، دیني او اقتصادي لیدلوري نه پلټلی او دائې پیدا کړې ده چي کلتور د ژوند پر ټولو اړخونو باندي تآثیر ښندي . د بیلګي په توګه الفرد کروبر او کلاید کلاهون پخپل کتاب Difinition Concepts and Culture: A Critical Review یعني

( انتقادي بیا کتنه پر مفاهیمو او تعریفونو) کښي د کلتور لپاره ۱۶۴ تعریفه راټول کړيدي ، خو په ټوله کی ددغو تعریفو څخه د کلتور په هکله درې لاندي عمده اخیستني سوي دي .

لومړی : لوړترین فضیلت په ښکلو هنرونو او انساني چارو کي همدادی چی په ښه کلتورباندي یاد سي .

دوهم : کلتور د پوهي ، عقایدو او بشري تګ لارو یوه بیلګه ده چي د ټولنیزو سمبولیکو زده کړو او افکارو په شتون او اندازه پوري اړه لري .

دریم : کلتور د اعمالو ، اهدافو ، ارزښتونو ، عقایدو اوتمایلاتو هغه ګډه ټولګه ده چي لومړی یوه ټولنه ، سازمان یا ډله د نورو څخه جلا کوي او بیا ئې تعریفوي . خو ادوارد تایلر بیا په (۱۸۷۱) کښي کلتور د تمدن سره مقایسه کړ او دواړه ئې نژدې او یو د بل سره اغښلي وبلل چي دېن ، هنر ، اخلاق او نور هر ډول توانمندۍ پکښي موجودي دي .

« کلاکر » هم کلتور د بشر د پیداوارو یوه کوټه یا خزانه بولي . په همدې لحاظ کتابونه ، تعمیرونه انځورګرۍ ، اداب ، اخلاقي فضیلتونه ، ښایسته اونا ښایسته دستورونه او هغه علم چي انسان د چاپیریال سره هم ږغی کوي ټوله د کلتور جز بولي .

« مایرس » هم ټول هغه څه چي د پخوا څخه انسانانو پرې ایښي دي او پر اوس او راتلونکي باندي تآثیر ایښودونکي دي کلتور بولي . خو ځني پوهان بیا کلتور د ټولو پوهو ، باورونو ، هنرونو ، قوانینو ، اخلاقو او عاداتو مجموعه بولي . یعني هرهغه څه چي یو فرد ئې د خپلي ټولني څخه اخلي په کلتور کي شاملیږي چي د یوه مملکت هره منطقه کیدای سي ځانته بیل بیل کلتور ولري ، کلتور د ښووني او روزني له لاري و راتلونکي نسلو ته انتقالیږي .

ولي ښکارهنګ ؟

اوس به تاسو درنو لوستونکو ته دا روښانه کړم چي ما ولي د کلتور لپاره د ښکارهنګ کلیمه وټاکل .

که څه هم زه د ژبو د جلاوالي او ډېروالي پلوي نه یم خو نن ورځ داسي یو حالت راغلی دی چي یو څه باید ولیکل سي . په فارسي کي فرهنګ ، په اردو او عربي ژبه کي ثقافت په هندي کي संस्कृति سانسکرتي ، په انګلیسي کښي Culture کلچر او په لاتیني ژبه کښيCultura کلتور موږ همیشه اورو او مقصد ځني اخلو ، خو په پښتو ژبه کښي ما ددغه مفهوم لپاره داسي لغات ندی اوریدلی چي د کلتور د کلمې معنا دي په هغه پراختیا سره افاده کړي کوم چي کلتور ئې لري . که څه هم په ځینو رسانیو کښي کلتور د ( دؤد ) په معنا پکار لوېږي خو زه ددغي کلمې سره ځکه هم ږغی نه یم چي کلتور ډېر پراخ او څو اړخیزه مفهوم دی نسبت د دؤد و کلمې ته ، یا په بل عبارت دؤد یوه برخه د کلتور ده .

په همدې وجه ما لازمه وبلل چي د کلتور لپاره باید په پښتو ژبه کي هم یوه ښکلې کلمه وړاندي سي ، څو پښتانه هم د کلتور د مفهوم لپاره یوه هر اړخیزه او ښایسته کلمه ولري . زما په اند ( ښکارهنګ ) د کلتور لپاره یوه ښکلې هم ږغې او با مفهومه پښتو کلمه ده . ښکارهنګ مرکبه کلیمه ده چي د مسند الیه په شکل کي د ( نګ ) د ورستاړي حالت ښکاره کوي .

(نګ) هم په بیلو حالتو کي بیل بیل معنا سویدی . په ځینو ځایو کي د قیمتي ډبري په معنا ، په ځینو ځایو کي د پت او ویاړ په معنا خو په ځینو ځایو کي د تسلسل ( سریال ) او برخي ( جز) په مفهوم معنا سویدی چي په شمالي پښتونخوا کي همدغه معنا استعمالیږي او د ښکارهنګ سره همدغه معنا همږغې ده .

ښکارهنګ د ښکاره او (نګ) وروستاړي څخه جوړ سویدی لکه غورځنګ ، ټوپنګ ، شرنګ او داسی نور .

یعني : ښکاره + (نګ) = ښکارهنګ .

ښکارهنګ د ښکارندوی یا ښکاره کولو په معنا دی چي زه ئې داسي در پيژینم :

کله چي اولین انسانان سره نژدې سول او ټولنه ئې جوړه کړل نو د ټولني د ایجاد سره سم د ښکارهنګ شکل کیدل هم پیل سول، یعني د ټولني د جوړیدو سره سمدستي ښکارهنګ خپل ډول غوره کوي او راښکاره کیږي ، په هره کچه چي ټولنه مډرنه او اقتصادي پرمختیا مومي په هغه کچه ئې ښکارهنګ هم بلون مومي او نوی کیږي .

خو په نړۍ کي ډیر ښکارهنګیان او فیلسوفان بیا پدې اند وه یا پدې اند دي چي ښکارهنګ د ټولني د پرمختګ اصلي لامل دی ، لکه المانی ( ماکس ویبر ) چي ښکارهنګ په تیره بیا دین او مذهب د ټولني د پرمختګ لامل بولي او د پروتیستانو لومړنۍ او زاهدانه ځانګړتیاوي د سرمایداري د پرمختګ او بدلون سبب بولي . خو زه ددغه نظر سره ځکه موافق نه یم که چېري ښکارهنګ اقتصاد جوړولای نو د لوړي او کښته طبقې ښکارهنګ باید موازي او یو شانته پرمختګ کولای او یوازي به اقتصاد بدلون موندلای خو موږ وینو چي د بډایي طبقې ښکارهنګ نوی او په بدلون کښي دی نسبت دغریبي طبقې وښکارهنګ ته، معنا داچي مادیات او اقتصاد ښکارهنګ جوړوي .

انسان پیژندنه Anthrophlogy هم د ښکارهنګ په هکله بې پرې نده پاته سوې او په همدغه سبب پر دوو غټو برخو ویشل سوې ده :

– جسماني انسان پیژندنه .

– ښکارهنګي انسان پیژندنه.

جسماني انسان پیژندنه د انسان جسماني ځانګړتیاوي او نژادي بیلوالی تر څیړني لاندي نیسي ، خو زه د خپلي موضوع په هکله د ښکارهنګي انسان پیژندني سره اړیکه نیسم .

ښکارهنګي انسان پیژندنه د ښکارهنګ ظهور ، بدلون او د هغه تآثیر د انسان په ژوند کښي تر پلټني لاندي نیسي . پدي کي شک نسته چي ښکارهنګ د انسان پر ټولنیز جوړښت باندي مخامخ او برجسته تآثیر لري خو په عین حال کي بیا انسان هم د ښکارهنګ پر بدلون او پیدایښت باندي نیغ په نیغ او ملموس تاثیر لري .

پر همدغه موضوع باندي په فلسفه کي هم تاوده بانډارونه سویدي چي : (انسان چاپیریال جوړوي او که چاپیریال انسان جوړوي) . د ډېرو بانډارو او چنو وهلو وروسته فلسفه پدې نتیجه رسېږي چي دواړه یو پر بل باندي مخامخ تاثیر لري یعني کله محیط انسان جوړوي او کله انسان محیط جوړوي.

د ساري په ډول افغانان خپل چاپیریال جوړوي خو کله چي بیا امریکا یا اروپا ته مهاجر سي هلته بیا چاپیریال افغانان جوړوي .

زما دعوا داده چي په دواړو صورتو کي انسان هغه څه ښکاره کوي چي د دوی د ټولنیز ژوند نمایندګي کوي.

د انسان د ټولنیز ژوند شکل د ده ښکارهنګ دی . یعني انسان که په کوچنۍ یا غټه ټولنه کي سېاست کوي ، عبادت کوي ، مالي یا اقتصادي چاري مخته وړي ، کښت ،کرهڼه یا مالداري کوي ، که خپل بیل بیل هنرونه خلګو ته په ننداره ایږدي ، خوراک کوي ، څښاک کوي او که جامې اغوندي ، دا ټول په ځانګړو ادبیاتو باندي په مشخصو حرکاتو سره او په خاصو عاداتو باندي اجرا کوي ، چي دغه د ټولنیز ژوند ځانګړی سبک او شکل د هغې ټولني ښکارهنګ دی .

پایله داچي : ښکارهنګ د یوې ټولني یا سیمي ظاهري شکل یا د ظاهري شکل ښکاره کول دي ، په بل عبارت ( ښکارهنګ د یوې ټولني هنداره ده ) .

که چیري د پښتو ژبي عزتمند لیکوالان تر دغه ځایه زما سره موافق وي نو په ډیردرنښت سره وړاندیز ورته کوم چي پخپلو ښکلو لیکنو او بانډارونو کي د کلتور پر ځای د ښکارهنګ کلیمه پکار یوسي .

په درنښت

سرچینې

– http://www.qamosona.com/

– د ( دانش نامه رشد ) سایټ

– http://simple.wikipedia.org/wiki/Cul

– Antropology – Wikipedia