د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ناټو پنځه رومانیایي سرتیري ټپیان شوي دي.
د رومانیا دفاع وزارت ویلي، چې دا سرتیري یې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د چاودنې له امله ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې ټپي سرتیري د کندهار هوایي ډګر روغتون ته لیږدول شوي؛ خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
رومانیا د ناټو د روزنې ماموریت په چوکاټ کې درې زره سره سرتیري لري، چې ډیری يې په کندهار کې میشت دي.
وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت منلی دی، دوی ادعا کړې، چې د رومانیایي سرتیرو پر یوه نظامي موټر یې چاودنه کړې او پکې سپاره سرتیري یې وژلي دي.