د ګناه مانا

ګناه تېروتنې او غلطۍ ته وايي . په اسلام کې هرکار چې د خداى د حکم پرخلاف وشي ګناه بلل کېږي .ګناه د خداى له حکمونو سرغړونه ده ؛نو که کوچنۍ هم وي غټه ګڼل کېږي .

پېغمبر اکرم (ص) حضرت ابوذر (رض) ته وويل: ((لا تنظر الى صغر الخطيئة و لكن انظر الى من عصيته – د ګناه کوچنيوالي ته مه ګوره،وګوره چې له چا سرغړوې. (مجموعه ورام، ۲/ ۵۳ )

سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی