د یوټیوب مخکښ چینلونه په میلیونونو ډالرو پلورل کېږي

د یوټیوب هغه چینلونه چې ډېر لیدونکي او څارونکي لري، نن سبا یې د پېر او پلور بیه میلیونونو ډالرو ته رسېدلې ده. همدا څه موده وړاندې، له سلو مخکښو یوټیوب چینلونو څخه یو یې په څو میلیون ډالره وپلورل شو.

دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو  د لوړې بیې معامله وه. هغه کسان چې د یوټیوب چینلونه یې زیات څارونکي لري، وایي، کېدای شي دغه څه ورځ تر بلې  د ارزښت وړ شي. دوی وایي، هغه چینلونه چې په رسمي ډول ثبت او راجسټر شوي نه وي او یا هم په کوم مشهور شرکت پورې اړوند نه وي، له اخیستو یې ډډه وکړئ. د (Enchufe.tv) په نوم د کمیډي یوټیوب چینل چې په دې ورځو کې یې د پلور خبره خورا ګرمه ده، لږ تر لږه ۱۹ میلیونه څارونکي لري. له پلورلو پرته اوس که تاسو د یوټیوب خپل راجسټر شوی چینل او ټاکلې اندازه څارونکي ولری، کولی شی له هغه څه چې تاسو یې پر یوټیوب خپروی، پیسې وګټئ. تاسو باید لومړی خپله ټاکلې اندازه د یوټیوب څارونکي پیدا کړی، د بانک اکونټ مو ور سره وتړی او له دې درکه پیسې وګټی. دا چې په افغانستان کې شرکتونه تر اوسه پورې خپل سوداګریز اعلانونه یوټیوب چینل ته نه ورکوي، نو د یوټیوب چلوونکي د بهر په پرتله پرې دومره پيسې نه شي ګټلی.

لیکوال : حمیدالله حمیدي