د ۱۳۹۸کال لومړیو شپږ میاشتو کې ملکي تلفات اته سلنه زیات شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه خپل راپور خپور کړ، چې له مخې په دغه موده کې ۱۶۱۱ ملکیان د ښکېلو غاړو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي او ۴۸۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمیسیون وایي، تېر کال په همدې موده کې د پنځه زره او ۹۹۶ ملکي وګړو مرګ ژوبله یې ثبت کړې وه.

یاد کمېسیون د دغه راپور د خپرولو پر مهال ویلي، چې د بشري حقونو د کمېسیون د ثبت شوو شمیرو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۵ فیصدو پورې د ملکي تلفاتو مسؤليت د طالبانو پر غاړه دی.

بشري حقونو خپواک کمېسیون زیاتوي چې، د یولس فیصدو مسولیت د افغان امنیتي ځواکونو او د دغو ځواکونو د پلوي ځواکونو په غاړه دی، درې فیصده د داعش په غاړه او د لس فیصدو تلفاتو عاملین څرګند شوي نه دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور له مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغاتسان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د توغندیو په بریدونو کې هم ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې تېره اونۍ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ” یوناما” د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د درېیمې ربعې خپور کړی، چې په کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکړل شوی دی.

تراوسه افغان حکومت او د حکومت وسله والو مخالفینو د افغانستان د بشري حقونو راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.