د انګلستان ویټالیټي بلاسټ شل اوریزو تجارتي کرکټ سیالیو کې راشد خان د ګلامورګن لوبډلې خلاف ښه توپ اچونه وکړه.
په دې لوبه د راشد خان اړوند سسیکس لوبډلې د ګلامورکن لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۷ منډو هدف ورکړه.
ګلامورګن لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله، په ۱۳،۳ اورونو کې یې ټول لوبغاړي په ۸۸ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۹۸ منډو په کموالي وبایلله.
راشد خان درې اورونو کې د کمو ۹ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول.
نوموړي په روانو بلاسټ سیالیو کې له لس لوبو څخه په ۹ کې توپ اچونه کړې او ۱۴ ویکټې یې اخیستي دي.
په دې سیالیو کې د راشد په ګډون درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي، مجیب الرحمن او ظاهر خان هم په جلاجلا لوبډلو کې لوبیږي.
خبریال: نصرت الله عمرزی