رسنیو کې ناسمې کارېدونکې کلیمې

ټولونه: هدایت شاه ( هدایت)

ډیری رسنۍ داسې دي، چې د کلیمو له کارلو سره احتیاط  نکوي او داسې کلیمې کاروي، چې ناسمې وي، زه د لته له همدغو کلیمو ځنې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکووم.

۱ـ (په لار واچول شو) دغه جمله د دري ژبې له ( به راه انداخته شد) څخه اخستل شوې او دا په دې مانا ده چې، یو شی د لارې په سر وغور ځول شي.

پورتنۍ جمله ترډېره د غونډو، کنفرانسونو، سمینارونو او دې ته ورته نورو مسایلو د پیل لپاره کارول کیږي؛ د بیلګې په ډول د سولې تر نامه لاندې درې ورځنی کنفرانس په لار واچول شو. دا جمله ناسمه ده او سمه بڼه یې داده چې ولیکل شي: د سولې تر نامه لاندې درې ورځنی کنفرانس پیل شو.

۲ـ ( امنیتي تدابیر تر لاس لاندې نیول شوي): دا جمله د دري ژبې له ( تدابیر امنیتي زیر دست ګرفته شده) څخه اخیستل شوې، چې دلته تر لاس لاندې اضافه ده او باید ونه لیکل شي بلکې (امنیتي تدابیر نیول شوي) ولیکل شي.

۳ـ ( درې څوکۍ په لاس کې لري) داجمله د دري ژبې له ( سه چوکي در اختیار دارد) څخه اخیستل شوې او سمه  بڼه یې داده چې ولیکل شي: ( درې څوکۍ په واک کې لري.)

۴ـ ( د احمد تر ریاست لاندې) دا عبارت د دري ژبې له ( تحت رهبري ) څخه اخیستل شوی چې، سمه بڼه یې ( د احمد تر مشرۍ لاندې) ده.

۵ـ ( چاودنه ترسره شوه) په دې جمله کې ( ترسره شوه) اضافه ده او باید ولیکل شي، چې: ( چاودنه وشوه)

۶ـ ( یو شمېر) دا عبارت د دري ژبې له یو تعداد څخه اخیستل شوې او د یو شمېر پر ځای باید ځنې ولیکل شي.

لکه ځینې کسان، ځنې کتابونه، ځینې سیمې … او نور.

۷ـ ( د پای ټکی کېښودل شو) دغه جمله د دري ژبې له ( نقطه پایان ګذاشته شد.) څخه اخیستل شوې او موخه یې داده چې یو کار پای ته ورسېد ، خو ټکی د جملې په پای کې کېښودل کیږي نو دلته دا ناسمه ده، چې ولیکل شي؛ دې کار ته یې د پای ټکی کېښود بلکه باید ولیکل شي چې، دا کار یې پای ته ورساوه.