روسیه وايي، پلان لري، چې د روان کال په جولای میاشت کې ترکیې ته د «اېس ۴۰۰» په نوم د توغندیو دفاعي سیستم وسپاري.
د کرمیلین د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف مسکو کې خبریالانو ته وویل، چې روسیې او ترکیې ترمنځ توافق شوی او د مهالوېش سره سم به پرې عمل وشي.
تر دې مخکې واشنګټن انقرې لپاره د جولای تر ۳۱مې وخت ټاکلی و، چې له روسیې څخه د توغندیو د دې دفاعي سیستم پېرودل ودروي او که نه د « اېف ۳۵ » امریکايي الوتکو قرار داد به له لاسه ورکړي.