زمبابوې کرکټ لوبډلې پر ویسټ انډیز ته په لوبې بایللو دځان او افغان لوبډلې مخته تګ سخت کړ

۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته د غواروي په سیالیو کې ویسټ انډېزلوبډلې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې د زیاتو پوینټونو په ترلاسه کولو ځان د جدول په سرکې راوست لومړۍ توپ وهنه د زمبابوې لوبډلې ترسره کړه، چې په ټاکلو شل اورنو کې د د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۹۰ منډو هدف وټاکه.

توپ وهنه کې د زمبابوې له لورې برنډم ټیلور ښه وځلید او ۱۳۸ منډې یې جوړې کړې تر څنګ سلمان میر ۴۵ منډې وکړې

د وسټ انډیز له لورې په توپ اچونه کې کپتان جوسن هولډر ۴ لوبغاړې وسوځول

وروسته د هدف د تر لاسه کولو لپاره د وسټ انډیز لوبډه میدان ته راغله که څه هم په لومړې کې یې خپل تیز توپ وهنکې ګریس ګیل یو څه زر له لاسه ورکړ خو بیا یې وشو کولې چې د سمولس ۸۶ او هوف د ۷۶ منډو پر مټ سره په ۴۹ اور کې هدف پوره او سیالۍ په خپل نوم کړه، اوس په یادو سیالیو کې داسي ښکاري چې، وسټ انډیز په دغو سیالیو کې ځان تر پای لوبې وروسو خو افغانستان، ایرلینډ، زمبابوې او سکاټلینډ به کوشش کوي تر څو په یادو سیالیو کې ځان تر پای لوبې وروسوی تر څو ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

مینوال