زمبابوې کرکټ ملي لوبډله له درې اخیز سیریز هم ووته

څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بورډ او لوبډله د فساد او په بورډ کې د سیاسې مداخلې په تور له هر ډول فعالیت څخه منع او د یادې لوبډلې بشپړ غړیتوب یې ځنډولی او مالي مرستې یې هم پرې بندې کړې.

د نړیوالې شورا د دې پرېکړې له مخې زیمباوۍ، چې ټاکل شوې وه سپتمبر میاشت کې د زمبابوې، افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ درې اړخیز سیریز ترسره شي بهر شوه.

نړیوالې شورا ویلي، له څه مودې وروسته به یو وار بیا د زمبابوې د کرکټ بورډ حالات وه ارزوي او له هغه وروسته به یې د راتلونکي پرېکړه وکړي.

د زمبابوې لوبډلې په نه شتون کې به درې اړخیز سیریز په دوه اړخیز بدل شي او یواځې افغانستان او بنګله دېش به سیالۍ ترسره کړي.

یاد سیریز د بنګله دېش په کوربه توب د سپتمبر په ۱۴مه نېټه پېلیږي.

د نړیوالې شورا د بندیز په اساس د زیمبابوې لوبډلې لوبغاړي په بهرنیو لیګونو کې هم د لوبېدو حق نه لري.