سعودي عربستان د بدلون پر لور د چټکو گامونو په مزل کې نوی گام اخيستی او اعلان يې کړی، چې له دې وروسته د بهرنيو هېوادونو ښځې کولی شي، چې سعودي ته له شرعي محرم پرته ورشي.
د سعوي د جوازونو د ادارې مشر عمر مبارک رسنيو ته ويلي، چې د بهرنيو هېوادونو ښځې کولی شي، چې له شرعي محرم پرته هم سعودي ته ور شي، خو تر پنځويشتو کلونو لږ عمر لرونکې ښځې بايد د سفر لپاره له ځان سره شرعي محرم ولر.
د سعودي چارواکو په وينا د سياحتي وزيرې وخت به دېرش ورځې وي، په سياحتي سفر تلونکې ښځې بايد لږ تر لږه پنځهویشت کاله عمر ولري او تر دې لږ عمر لرونکو ښځو لپاره د محرم شتون اړین دی.
عمر مبارک ويلي، چې په دې اړه نور چمتووالی هم روان دی او د لوړپوړ چارواکو له هوکړې وروسته به د بهرنيو هېوادونو ښځو ته د ويزو ورکولو لړۍ پيل شي.
سعودي رسنۍ وايي، چې د روان کال مارچ کې به له محرم پرته ښځو ته د سياحتي ويزو د ورکړې لړۍ پيل شي او د دغو ويزو د پلورلو واک به يوازې يو شمېر ځانگړو شرکتونو سره وي.