د هندي سېنما د تکړه ستوري سنجېدت پر ژوند جوړ شوی فلم په دې ورځو کې په بالیووډ کې تر نورو ټولو فلمونو په کش کې روان دی.
هندي رسنۍ لیکي، سنجو اوس د ۳۰۰ کروړه هندي روپیو ګټوونکیو فلمونو کلب ته ور دننه شوی دی.
دې فلم یوازې په ۱۶ ورځو کې په هند کې دننه درې سوه کروړه هندۍ روپۍ ګټلې او له بهره یې هم ګټه ډېره زیاته ده.
له هنده د باندې بیا د دې فلم ګټه ۲۰۰ کروړه هندي روپیو ته رسېږي چې ټولې پیسې یې تر ۵۰۰ کروړو اوړوي.
که څه هم دا فلم په لومړیو کې انلاین خپور شو، خو بیا هم خلکو د سنجېدت او رنبیر کپور په غوښتنه دومره ارزښت ور نه کړ او په سېنماګانو یې وکوت.
سرخط ورځپاڼه