سوريالېزم

لیکوال : حکمت الله پکتين

کله چې د لوېدیځ د ادب او هنر په تاریخ کې د (سقوط ، دیکا دانس ) پاڼې را اړوو ، د

سوریالېزم په څرګند عنوان مو سترګې لګېږي .

د دغه ادبي او هنري مکتب نوم له فرانسوي سوریالېزم (مافوق الحقیقه ) کلمې څخه اخیستل

شوې او د لوېدیځ د شعر په تاریخ کې د یوه ځوان مکتب په حیث د روانې پېړۍ په لومړيو شلو

کلونو کې منځته راغلی دی او بیا له دغه ځایه د لوېديځ نورو هېوادو ته هم خپور شو .

د دغه مکتب د موسسینو په سر کې اندري بریتون (۱۸۹۶ـ۱۹۶۶م ) نومي فرانسوي ارواپوه او

شاعر واقع و ، سوریالستان له ادیبه او هنرمنده غوښتنه کوي چې له حقیقته بېل او هسک شي

او په خپل تخلیق کې هماغه څه تصویر او تمثیل کړي چې له حقیقته او واقعیته جګ و .

دوی په خپلو اثارو کې د انساني افکارو او تصوراتو هغسې څپې او هغسې سیلاوونه ترسیمول چې

ګنې د انسان په مغزو کې نه ځایېږي عقل او فکر یې په سر اخیستی او نور د بې نظمۍ او

انارشیزم په ساحه کې ظوفاني شوی دی او له دغه ځايه د دوی اثار هم د یو لړ بې نظمه او بې

ترتیبه جملو څخه تالیف شوي دي .

د دوی په ترسیم او تصویر کې خوب ليدنې ، رسامي ، پرتې او نورې اپلټې لوی ځای لري .

سوریالېزم د بورژوازۍ په ضد شعارونه ورکول ، ځکه یې وکولای شول چې یو لړ لایق او وړ

شاعران لکه ( ایلیووار ، اراګون او نور ) ځان ته جلب کړي ، خو دغو دوو پیاوړو شاعرانو

وروسته وکړای شول چې د سوریالېزم له کړۍ څخه ځان وباسي .

په دغو لړ کې د روانې پېړۍ په لومړۍ څلورمه کې په انګلستان د امریکې په متحده ایالاتو

کې د (توماس ایلییوت ) فورمالیستي او پسیمیستي شعرونه خپاره شول همدارنګه د نثر په ساحه

کې دا وخت د ادب په تاریخ کې ډېر لوی ځای روحیاتي اثارو اشغال کړی .

دغه ادبي او هنري مکتب ته دا وخت بېل بېل لیکوال او هنرمندان منسوب وو : د بورژازي له

کلکو مخالفینو څخه نیولي د هغې د ټینګو پلویانو پورې په دغه هنري لاره روان وو ، په دغه

مکتب باندې لویه اغېزه نامتو اتریشي ارواپوه (زـ فروید ) او ایرلنډي لیکوال (جیمیس جویس

) کړې وه .

زـ فروید (۱۸۵۶ـ ۱۹۴۰م ) د انساني ټولو حرکاتو او کړو وړو محرم او لمسوونکي لاشعوري

(مخصوصا شهواني ) احساس ګڼي او دعقل فعالیت او حتی ټول اجتماعي حرکات یې د اغېزې لاندې

بولي .

د فروید د روحیاتي لارښوونې سره سم د روحیاتو د مکتب منسوبین د عقل او منطق له اغېزې

سترګې

پټوي او د (احساس سیلاو ) په نامه داسې مکتب په مخ بیایي چې په اصطلاح د انسان په مغزو

کې او د عقل او فکر په ژورو کې لېدل کېږي او ډېر ښه ښکارندوی يې د ایرلنډي لیکوال جیمس

(جویس رومان ) (اولیس ) دی چې په (۱۹۲۲م ) کې خپور شوی دی .

په فرانسه کې د مارسیل پروست (۱۸۷۱ـ ۱۹۲۲م ) (اندر ) د ژید (۱۸۶۹ـ ۱۹۵۱م ) رومانونه هم

په دغه مکتب کې شهرت لري .

مارسیل پروست په پنځلسو ټوکونو کې د (ورک وخت په لټون ) نومي ډېر لوی رومان ولیکه چې د

یوه ناروغ خاطرات او احساسات د کوچنیتوب له وخته د مرګ تر وخته په کې تصویرشوي دي .

په دغه بیوګرافي رومان کې د یوې ناڅېزې خاطرې تفصیل او ترسیم ته په لسګونو مخونه وقف

شوي دي د دغه روحیاتي مکتب ځینې خواوې د یو لړریالیستانو په اثارو کې هم لېدل کېږي .

مثلا د فرانسوي نامتو ریالیست (ف ـ مووریک ) اثار چې غالبا د اجتماعي نیمګړتیاوو غندنې

ته متوجه دي .

کله کله د روحیاتي نړۍ ترسیم ته متوجه کېږي . همدارنګه د انساني روحیاتو د متضادو

اړخونو او متناقصو خواوو ته پاملرنه د نورو ریالیستانو لکه د امریکایي لیکوال (همینګوي

) ، جرمني لیکوال (ریمارک ) ، انګلیسي لیکوال ( او لدنیګتون ) او نورو په اثارو کې

څرګند ځای لري دا هم یو تاریخي علت لري او هغه دا چې د داسې لیکوالو اکثریت په لومړۍ

جهاني جګړه کې عملا برخه لرله او د انساني ژوند ډېر کړاوونه او روحي عذابونه یې لیدلي

او د دوی روحیات او خاطرات یې متاثر کړي دي ، د ژوند صحنه یې داسې تراژیدي او په وینو

ککړه وه

چې په نولسمه پېړۍ کې ساری نه لري له دې باید انکار ونه شي دغه لويدلی ادب او هنر چې په

عین حال کې د روحیاتي ترسیم او تحلیل زیاتې خواوې لري په لوېدیځ کې د شلمې پېړۍ د

ادبیاتو ترسیم او تحلیل زیاتې خواوې لري په لوېدیځ کې د شلمې پېړۍ د ادبیاتو ډېره با

ارزښته پانګه ده او په درنه سترګه ورته کتل کېږي .

دادا یېستان په (۱۹۲۱ ) کال کې راټول شول او خپل ذهنونه یې د پټ ضمیر د نړۍ پر لور

وګرځول ، تر څو چې (۱۹۲۲ ) کال کې د سوریالېزم مکتب رسمیت پېدا کړ .

سوریالېستانو له کمونیست ګوند سره جوړښت نه درلود . دغه مکتب د دواړو نړیوالو جګړو په

منځ کې سر راښکاره کړ .

برتون ، الوار او ارګون درې واړه راوني ډاکټران وو او له پارېس څخه د دادایېزم غړي ګڼل

کېږي . هغوی د فروید د پټ ضمیر له مفهوم سره اشنایي درلوده . د سوریالېزم له سر لارو

څخه یو هم فلېف سوپر و ، چې د صادق هدایت د ړانده مارغه په نوم د کتاب په اړه وایي : «

دې کتاب د بشر برخلیک روښانه کړ ) .

دې مکتب په فرانسه کې سر راښکاره کړ او په چټکۍ سره یې په نورو سیمو کې هم دود وموند .

دایلن تامس ، انګلسي ژبې شاعر ، سوریالېستي شاعر و . فدریکوګارسیا لورکا او رافایل

البرتي هم په اسپانیا کې د سوریالېزم له مخکښانو څخه دي .

سوریالېستانوهم د صادق هدایت د ړانده مارغه اثر سوریالېستي ګڼلی دی . سوریالېزم له

ادبیاتو سره یو ډول رواني برخورد دی ؛ یانې ادبیات د رواني مسایلو له زیاتونې سره . دغه

مکتب یوازې د لویو واقعیتونو په اړه کار نه کوي ، بلکې د واقعیت په خپلو سترګو ویني او

په خپلو سترګو د هغه په تفسیر او تحلیل پیل کوي .

سوریالېستان خوبونو ته ډېر ارزښت ورکوي او په دې باور وو ، چې باید خوب او حقیقت یو له

بله سره ګډ کړو تر څو له هغه څخه لاغوره حقیقت لاس ته راشي ، له همدې امله یې ځینې له

دوی څخه د عقل اومنطق دوښمنان ګڼلي دي .

سوریالېستانو که څه هم د رومان په اړه مثبت نظر درلود ، خو تر ډېره له شعر سره لېوالتیا

لري او په شعر کې د الهام او جذبې اړخ خوښوي .

د سوریالېزم اصول

۱ – خوبونه

۲- لېونتوب .

۳- خارق العاده او حیرانوونکی امر .

۴- سوریالېستي څېزونه ( د عجیبو او غریبو انځورونو عیني کول.)

۵- تصادف . په هنر کې یې تصادف او اتفاق ته عقیده درلوده ، په دې مانا چې هنري اثار په

بشپړ ډول اتفاقي او تصادفي رامنځ ته شي .

۶- طنز او ټوکې .

۷- خودکاره لیکنه . سوریالېستانو د ذهن د روان والي په بهیر باور درلود . دا چې یو شخص

په خوب او ویښه ، چې هر څه یې ذهن ته راشي لیکي ؛ یعنې له هر منطق او هنري او اخلاقي

نظارت پرته .

۸- سوریالېستي شېبه . دا هم د مخکني بحث په شان دی ؛ یعنې یو شخص په داسې یوه حالت کې

راولي ، چې ګواکي مخدره توکي یې مصرف کړي دي او خپل عقل یې له لاسه ورکړی دی ؛ په دې

شېبو کې یې د شخص له ارادې پرته ځینې انځورونه ذهن ته راځي . یو سوریالېست هنرمند باید

دا شېبې له سر تېرې کړي .

۹- سوریالېستي انځورونه . سوریالېستي انځورونه الزاما د فهم وړ نه دي ؛ ځکه دوی عقیده

درلوده ، چې دغه انځورونه په خپل سر د ارزښت وړ دي او د یوې ځانګړې نظریې د تشریح کولو

په خدمت کې نه وو . د هغوی په نظر هر څومره چې انځورونه لرې او بې اړیکې وي ، دومره به

ښکلي او اغېزمن وي او دا د ذهن د خلاصون حاصل دی . دغه انځورونه په ناخوداګاه کې ځای

لري .

۱۰- د متن تیت پرک والی . اځورونه ؛ لکه خوبونه یو له بل څخه تیت پرک وي ؛ یعنې منطقي

او د فهم وړ نه وي .

ماخذونه

۱ ـ شینواری ، دوست ۱۳۶۵ل ، اول چاپ ، د ادب د تیورۍ اساسونه ، ننګرهار : یار خپرندویه

ټولنه .

۲- حکیمزی ، حسیب الله ، ۱۳۹۶ ، اول چاپ ، لیکنه او څېړنه ، کابل : مستقبل خپرندویه

ټولنه .

۳- هاشمي ، سید محی الدین ، ۱۳۸۱، اول چاپ ، ادپوهنه : د اریک د کتاب ګرځنده کتابتونونو

اداره .

۴- رښتین ، صدیق الله ، ۱۳۸۸ ، پښتو ادبي مکتبونه ، پیښور : یونیورسیټي بک ایجنسي