سیربهادر زاده له خپل اتریشي سیال سره لوبه کوي

د بازمحمد مبارز او دینس کانکوف ترمنځ له لوبې یوه ورځ وروسته به د افغانستان د ازادو مبارزو یو بل پیاوړی لوبغاړی سیر بهار زاده له اتریشي سیال سره لوبه ترسره کړي.

د بهادر زاده سیال لوبغاړی اسماعیل نوردیف اصلاً د روسیې دی او ټاکل شوې د دواړو لوبغاړو ترمنځ دغه لوبه د سپتمبر په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

دا لوبه داسې مهال ترسره کیږي، چې له دې یوه ورځ مخکې یعنې د سپتمبر په ۲۷ مه به د افغانستان د ازادو مبارزو نوم وتی لوبغاړی بازمحمد مبارز هم له خپل روسي سیال دینس کاناکوف سره په روسیه کې چلینجي لوبه ترسره کړي.

کاناکوف دوه افغان لوبغاړو احمد ولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي ته ماتې ورکړې وه.

مبارز ویلي، کاناکوف ته به خپل کور کې سخته ماتې ورکړي او د هوتک او بدخشي غچ به ترې واخلي.

باز محمد مبارز اوس د دې سختې لوبې لپاره ټاېلېنډ هېواد کې په تمریناتو بوخت دی.