د هندي سېنما مشهور ستوری شاهرخ خان چې په رومانس کینګ هم مشهور دی، دا ځل يې د زړه ستنې د کترینه کیف پر خوا کږې شوې دي.
هغه دا مهال د خپل نوي فلم”زیرو” په عکس بندۍ بوخت دی، خو دا ځل دا عکس بندي بل ډول ده او خان پکې ښه په مزو سر دی.
شاهرخ خان تازه په خپل ټویټر د همدې فلم یو تصویر خپور کړی، خو دا تصویر عجیب اخیستل شوی دی.
په دې تصویر کې شاهرخ خان د کترینه کیف له تصویر سره ولاړ دی او د هغې شونډو ته نږدې یې یو ایسکریم نیولی او وروسته یې خپله څټلی دی.
خو دا خبره یوازې په همدې ځای پای ته نه ده رسېدلې، بلکې تر خوا یې ورسره لیکلي؛”ایلو یوو ککک کترینه.”
خو کترینې بیا د دې ټویټ په ځواب کې بل تصویر خپور کړی چې پکې یې لیکلي؛ “ایسکریم یې نه خوښېږي. ”
سرخط ورځپاڼه