طالبان وایي که د سولې خبرې نه وی لغوه شوای، اوس به اوربند شوی و

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان سولې خبرې نه وای لغوه کړای، دا مهال به د سولې هوکړې پر لاسلیک سربېره اوربند هم شوی و.
نوموړي د سې شنبه ورځ له سي این این ټلوېزیون سره په يوې ځانګړې مرکه کې ویلي، طالبان اوس هم پر دې فکر دي چې د افغانستان جګړې ختمول له مذاکراتو پرته ممکن نه دي او ټینګار يې کړی چې په خپله امريکايي چارواکي هم د نظامي انتخاب پر ځای د مذاکراتو اصل ته قانع دي.