طالب مشرانو غړو په نښه کول له امریکا سره د سولې په خبرو کې خنډ نشي جوړولی

یو شمېر نړیوالو خبري اژانسونو سره د طالبانو یو مشر د نوم نه ښودلو په شرط خبرو کې ویلي، چې په کچلاغ سیمه کې د ملا هبت الله اخندزاده د ورور وژل کېدل، له امریکا سره د سولې په تړاو روانو خبرو باندې کوم منفي اغیز نلري.

د سولې په اړه د روانو ګرمو خبرو سره سم د تېرې جمعې په ورځ کوټې سیمه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده ورور حافظ احمد الله د یوې بمي چاودنې پر مهال ووژل شو.

د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د طالبانو یو مشر نړیوالو خبري اژانسونو سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د مشر د ورور وژنه له امریکا سره د سولې پر خبرو اغیز نشي درلودلای.

د ده په خبره د سولې په تړاو دوحه کې دواړه لوري هدف ته نږدې شوي.

یاده پېښه چې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې او تر اوسه یې کومې وسلوالوې ډلې مسوولیت په غاړه نه دی منلي، د طالبانو د مشر هبت الله د ورور په ګډون پکې څلور کسان وژل شوي او تر شلو پورته نور ټپیان شوي دي.

تر دغې پېښې وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا هم بیا د یو وېډیوي کلیپ په خپرولو سره د طالبانو د یاد مشر وژنه غندلې.

د دوی په خبره ټولې ترهګریزي کړنې چې هغه که په داخل کې وي یا بهر کې غندي.

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د سولې په اړه دوحه کې خبرې تر بل هر وخت ډېر حساس پړاو ته رسېدلي دي او ټاکل شوې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې طالبانو سره د سولې وروستۍ هوکړه لاسلیک شي.