عامر خان زېری درباندې کوي

د بالیووډ سينما وتلي ستوري عامر خان چې تر دې مهاله یې د خپلو مینه ‌والو زړونه ساتلي، پر یوه داسې نوي فلم کار کوي چې په کتلو به یې د خپلو مینه‌والو تنده خړوبه شي.

که څه هم د هغه تېر فلم ټګز اف هندوستان په باکس افېس کې دومره و نه‌ ځلېد، خو هغه لا هم په دې صنعت کې د یوه غوره ممثل ځای لري.

هغه د خپلې ۵۴مې کلیزې پر مهال خپلو مینه‌ والو ته زېری ورکړ چې د «لعل سېنګهـ چدها» په نوم پر نوي فلم کار کوي چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال په وروستۍ میاشت کې به نندارې ته وړاندې شي.

د ادویت چندان په لارښوونه یا ډایرېکټري د دې فلم کیسه د اتول کولکارنې له لوري لیکل شوې ده.

په پیل کې تمه وه چې دا فلم به د سږ کال په ورستیو کې نندارې ته وړاندې شي، خو عامر خان اوس وايي چې اوس‌مهال تمثیل ته بشپړ چمتو نه ‌دی؛ نو په همدې خاطر یې پرهېز پیل کړی چې ۲۰ کیلو ګرامه وزن کم کړي.

دا لومړی ځل نه ‌دی چې عامر خان د فلم لپاره خپل وزن کموي. هغه په ۲۰۰۸مېلادي کال کې د «ګجني» او په ۲۰۱۴مېلادي کال کې د «پي‌کې» فلم لپاره هم خپل وزن کم کړی و.

سرخط ورځپاڼه