عقل نعمت دی (دوهمه برخه(

لیکوال : کتور يحی عثمان

په دې کړۍ کې به د ځينو عقلي عمليو په اړه وغږيږو چې لا په عمل اوښتې نه وي. مثلا د عقلي عمليو لوړاوی څه ډول شونی دی؟ او د سلوک د بدلولو ستراتيژي څه کېدی شي؟ دا د دې کړۍ د ليکلو موخه ده.

۱ – عمل Action

عمل له کېدو مخکې نظر Ideaو چې د عمل په ډول يې ځان تعبير کړ. که موږ غواړو چې له کوم بد کاره ځان وساتو او نظر مو بدل کړی نه وي، نو هماغه زوړ نظر به يو وار بيا د پخواني عمل په ډول ځان تعبير کړي او همداسې به دا لړۍ روانه وي. دا ضرور ده چې لومړی به بد نظر بدلوو، نو عمل به ورسره بدليږي، که نه نو ستونزه ده.

موږ که دا زور کوو چې عمل مو ښه شي، داسې ولې نه کوو چې يو کتاب زموږ نظر بدل کړي. د تاريخ په اړه زموږ ثقافت بډای کړي. بيا ځان د داسې څه په اورېدو مجبور کړو چې د ټولنو د پرمختګ په اړه زموږ شخصي ثقافت پياوړی کوي…ښه دا ده چې لومړی خپله ثقافتي پانګه ډېره کړو، نظر بدل کړو، کتابونه ولولو، علمي او معرفتي غونډو کې کېنو، د علماء کرامو ويناوې واورو..معنی د خپل شخصي ثقافت بډاينه تر ټولو لومړۍ او اړينه ده.

۲ – نظر Idea

نظر د فکر Thought مېوه ده. دلته هم هماغه خبره ده؛ که نظر بدلولو باندې زور کوو ښه به دا وي چې فکر بدل کړو. که فکر مو بدل نه کړ، هماغسې بد نظرونه ideas Bad به زېږوي او هر بد نظر به ځان په بد عمل تعبيروي. موږ که دې ته خوله خلاصه کړې وي چې نظر بدل کړو او فکر مو بدل کړی نه وي، دا فکر به په بد نظر تماميږي او دا نظر به په بدو اعمالو Bad actions تماميږي.

همدا ډول که د نظر بدلولو ډېر کوښښ کوو، ولې د شخصي ثقافت د بډاينې له لارې فکر نه بدلوو؟ په خپل شخصي ثقافت کې د مثبت بدلون خاصه ولې نه پياوړي کوو؟ دغه مثبت بدلون به ځان په ديني، کاري او ثقافتي پرمختګ تعبيروي. دغه پرمختګ به ځان بيا په عملي پرمختګ تعبيروي. دغه اعمال به په طبيعي ډول زموږ ذات په ثقافت، کار، اجتماع او وجداني پياوړتيا کې پر مخ بيايي.

۳ – فکر Thought

فکر د تفکير Thinking process پايله ده. که بد فکر Bad thought بدلوو، ولې بد تفکر Bad thinking نه بدلوو؟ که بد تفکر بدل نه کړو، بد فکرونه Bad thoughts به زېږوي، له دې به بد نظرونه Bad ideas زيږي او نتيجتا بد اعمال Bad actions .

موږ که دا خواري کوو چې ښه فکر Good thought ولرو، ولې شخصيت نه لوړوو؟ چې شخصيت جوړ شي، ښه فکر په خپله زيږي، شخصيت جوړېدو سره سبا بل سره په رويه هم پوهېږو، نتيجتا ټولنه کې د مثبت رول جوګه کېږو…له همدې امله د تفکير سويه لوړول غواړي؛ ځکه ښه تفکير ښه فکر زېږوي، ښه فکر ښه نظر زېږوي او ښه نظر ښه اعمال زېږوي…

۴ – تفکير Thinking process

تفکير د تفکيري ميتود Thinking methodology پايله ده. مثلا که موږ بد اقتصادي تفکر لرو او له بد ميتوده زېږېدلی وي، که څومره هم کوښښ وکړو چې زموږ اقتصادي تفکر سم شي، تر هغې به سم نه شي، چې ميتود يې سم نه کړو. که پر بد ميتود بناء تفکر سمولو هر څومره کوښښ کوو، نتيجتا به يو بد اجتماعي، ديني او کاري تفکر پلی کوو، ځکه نو د تفکيري ميتود سمول واجب دي، بناءً سم تفکير، سم فکر، سم نظر او سم عمل پايله ده.

بل مثال؛ که تفکير کې څه ورانی وي، مثلا تمرکزګرا تفکير Focal thinking وي، داسې فکرونه به ترې وزيږي چې عامېدلی نه شي، ځکه دا تفکير په مرکزي عناصرو څرخي او بې له دې چې د شمولي تصورHolistic/Universal views عناصر پام کې ونيسي. له دې ډول تفکيره زېږېلی فکر به تمرکزګرا فکر Focal thought وي چې نيمګړي نظريات Truncated ideas به زېږوي، بناءً حتمي نتيجه يې مضطرب اعمال Twitchy actions دي. دا ډول انسان بيا پېښو سره موثره رويه نه شي خپلولی.

په همدې سبب اړ يو چې د تفکير ميتود عالي کړو، نيمګړتياوې يې جبيره کړو او د عقلي عمليو د دايمي پرمختګ ستراتيژۍ موافق يې وخت په وخت غښتلی کړو، نو توانېدلي به يو چې تفکير Thinking process مخ په لوړېدو او ښه کېدو وساتو، ځکه چې موږ ته به يې فکري موثريت The efficiency of thought وينو او خپل فکري لوړاوی Improving of our thought به رامعلوميږي، بناءً اعمال به مو متوازن وي Our Actions become Consistent او څه چې غواړو په ښه توګه به يې سر ته رسوو ان شاءالله.