غزل

د حد نه زيات محبت زيان لري، واپس راشه

د اسمانونو نه هم بره لاړې بس راشه

د بربادۍ په لور وطن بيا په ورو ورو روان دى

باچا په قدر دې اوس پوه شولو اولس راشه

زنګو وهلى ساعت مې اوس هم په يو لاس پورې دى

په ځمكه واخله قدمونه مقدس راشه

شپه په خوږه خوب ويده شوې ده، او زه ويښ يمه

راته نارې وهي يو څوك چې همدا اوس راشه

د هجر لمونځ مې دومره وکړ، چې تندى مې تور شو

نور خو په ما وکړه، د خپل وصال اودس راشه

که يې ولاړ شه راروان، او که يې ناست نو پاڅه

باقره! ډېر دې يادوي راته يو کس راشه.

شاه نواز باقر