!غزل

ډاډه یمه پدې چــــې به اوس مونــــــــږه نه ورکېږو
ډیــــــوه اخـــــــــلو مزل کوو مــــــنزل ته به رسېږو

راځـــه چې ځان کــړو خاورې او دا خاوره کړو آباده
له مرګه پـــــــس به هـــــم په دوعاګانو کــې یادېږو

له ډېــــــــرې تندې ژبې په سیــــــنو باندې پرتې دي
اوبه چـــــې چـــــېرته وینو راغورځــــېږو اوبه کېږو

ساګانو، وجودونو مـــــــو پېوند ســـــــــــره اخستی
نو فــــکر دلــــــته وړی یم چــــې څـــــنګه به بېلېږو

ویانو دغــــم خوړلي یو چاڼ چاڼ ګــــــــوګلې ګرځو
چـــــې ګوتـــــې دې رانه وړې په مېږي هم رادوړېږو

ســــــکروټو د اُمېد تــــه پوکـــــــی ورکــړه سباوونه
په خوب کې مې لیدلي چې مونږ دواړه یو ځای کېږ!و

صدیق الله سباوون