غزل

اسمالمر

چا لکه لوږه ژوندانه کې چا غنم تصویر کړم

چا داغزیو چا دګلو په موسم تصویر کړم

 

دسترګو سوال باندې یې نه پوهېدم څه یې غوښتل

آخر مجبوره شولو زه یې په قلم تصویر کړم

 

کله چې ویې غوښتل پوه شی چې ارزښت مې څه دی

زه یې په لوح کې امتحان ته بنیادم تصویر کړم

 

حیران حیران یې را کتل دسترګو رنګ کې ورک وو

آخر یې و وې چې دا سترګې کوم رقم تصویر کړم

 

څېره دې هېره فاصلې مو ترمنځ ‌‌‌‌‌‌ډېر پرتې

داځل چې راغلې نو په زړه کې به د سم تصویر کړم