غواړی له ژونده خوند واخلئ؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

۱- مسکا تر ټولو ارزان بیه شی ده، که غواړئ ښکلې څېره ولرئ مسکي و اوسئ.

۲- که مثبت فکر کوئ، ملګري به مو ډېر وي او له تاسو سره له وخت تېرولو به خوند اخلي.

۳- د هغو نعمتونو په اړه فکر وکړئ چې همدا اوس یې لرئ، نه د هغو مصیبتونو په اړه چې درباندې تېر شوي.

۴- و وایاست هر څه عالي دي؛ ځکه خدای پاک ستاسو خبرې اوري، څو یې پر حقیقت در بدلې کړي.

۵- هره خبره په کافي اندازه تکرار کړئ، تر څو پر حقیقت بدله شي.

۶- موږ هماغه څه ته رسېږو چې په اړه یې فکر کوو، نو په ذهن کې مو لویو افکارو ته ځای ورکړئ.

۷- ځان مو پاک او شفاف ساتئ؛ ځکه تاسو هغه دریڅه یاست چې نړۍ ته ترې ور ګورئ.

۸- لوړې هیلې ولرئ او د رسېدو لپاره یې پر خوا ور ودانګئ.

۱۰- ځان مو له ناروغو افکارو لرې وساتئ چې عبارت دي له کینې، حسادت او حقارت څخه.

۱۱- دعا کولای شي چې له هرې شپې وروسته تاسو ژوندي راپورته کړي او هره ورځ مو په خوښۍ تېره شي.

۱۲- هېڅکله ناهیلې کوونکې او داسې خبرې مه کوئ چې ګواکې ماتې مو خوړلې ده، تل د هیلې، باور، ایمان او بریا په شان کلمې وکاروئ.

۱۳- د نورو پر وړاندې مو د حسادت کړکۍ بنده کړئ، د زړه دریڅه مو د مثبتو افکارو پر لور خلاصه کړئ.

۱۴- په مینه، محبت او مثبت نظر نورو ته وګورئ، دغه څه مو د ملګرو په نوملړ کې زیاتوالی را ولي.

۱۵- دعا مو داسې مه مطرح کوئ چې ګواکې له خدای پاک څخه څه غواړئ، شکر ایستل تر ټولو ښه دعا ده.