فرانسې سوریې ته د احتمالي برید خبرداری ور کړ

فرانسې په داسې حال کې په سوریې د برید ګواښ کړی چې نړېوالو د بشار الاسد حکومت تورن کړی چې په ملکي وګړو یې کیمیاوي مواد استعمال کړي.

د فرانسې ولسمشر امانیول ماکرون وویل که په ملکي وګړو د بشار الاسد ځواکونو لخوا د کیمیاوي برید ثابت شي دوی به په دغه هیواد نظامي برید وکړي او د بشار الاسد حکومت به ړنګ کړي.

هغه وايي:

(ما د کیمیاوي وسلوپه اړه قرمزي خط تعین کړی او په هغې ټینګار کوم)

نوموړي وویل چې د برید احتمال نه شي ردولی خو تر اوسه یې د برید شواهد نه دي موندلي.

مکرون په ټینګار سره زیاته کړه چې د کیمیاوي برید ثابتیدو په صورت کې به ضرور لاس په کار کیږي.

دی زیاتوي چې په دې برخه کې د امریکا متحده ایالتونو سره همغږی دی.

جمشید ملکزی