فوټبال: اسیا جام کې ایران عمان ته ۲-۰ ماتې ورکړه

د اسیا جام په روانو فوټبال سیالیو کې ایران لوبډلې په عمان دوه ګولونه ووهل او لوبه یې ترې وګټله.

ایران لوبډلې ته لومړی ګول د لوبې په ۳۲مه دقیقه کې علي رضا جهانبخش وکړ.

دویم ګول ورته په ۴۱مه دقیقه کې اشکن دیجاګا وواهه.

عمان لوبډلې په دې لوبه کې یو ګول هم ترسره نه شو کړای او لوبه دوه د صفر په نتیجې سره د ایران لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د همدې سیالیو په نورو لوبو کې چین، ټایلینډ ته دوه یو ماتې ورکړه، خو د ویتنام او جاردن لوبډلو ترمنځ لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

نصرت الله عمرزی