فیسبوک په ځوانانو کې دمطالعې فرهنګ کم رنګې کړي

فیسبوک یوه نړیواله ټولنیزه اړیک پاڼه ده چې ملګري، دوستان، خپلوان، همکاران، ټولګيوالان  او نور سره د استوګنیز واټن پرته نښلوي

خو په دې وروستیو کې دزیاتو خلکو په وینا ددې ټولنیزې شبکې زیاته کارونه ددې لامل شوی چې په ځوانانو کې دمطالعې فرهنګ کم رنګې کړي

دځینو کتابتونونو مسؤلین هم دټولنیزو شبکو او په تیره دفیس بوک منځ ته راتګ د مطالعې فرهنګ د کمزورې کیدو لامل بولي اوزیاتوي ډیرې ځوانان اوس په فیس بوک روږدی شوي دی اود مطالعې سره یې مینه کمه شوې ده

سره له دې چې دغې پاڼې د نړیوالو اړیکو په ټینګښت کې خورا ډېرې آسانتیاوې رامنځ ته کړي خو دګڼو ګټو سربیره  زیانونه  هم لري.

د زیاتو شنونکو په وینا زمونږ په ټولنه کې ددې شبکې کاروونکي تر ډیره تفریحي موځې لري او څرنګه چې لازمه ده هغسې یې نه کاروي.

د ننګرهار داطلاعات او کلتور ریئس اورنګ صمیم هم یاده ستونزه جدې بولي او زیاتوي زیات ځوانان اوس له  له فیس بوک څخه د اندازې زیاته استفاده کوي چې دا چاره یې دوخت دضایع کیدو لامل ګرځي.

همدا راز ددې ریاست چارواکي له ځوانانو غواړي چې له خپل وخت څخه سالمه ګټه پورته کړي اودمطالعې لمن ونیسي.

فیس بوک، هغه ټولنیزه شبکه ده چې په کم وخت کې یې د افغاني ټولنې یوه لویه برخه پر ځان راماته کړه خو ددی شبکې څخه د ناسالمې ګټې اخیستنې خبره هم ګرمه ده

عبدالقنوم صافی انعکاس راډیو جلال اباد.