د افغانستان د کرکټ ځوان لوبغاړی قیس احمد د ویسټ انډیز له کارابین سیالیو وروسته د بنګله دېش پریمیر لیګ کې هم د راجشاهي کینګز لوبډلې له خوا واخېستل شو.
د کارابین سیالیو کې نوموړي د ایس ټي لوشیا سټارس لپاره ۸ لوبې وکړې په ۷ پاڼیو کې یې توپ اچونه کړې ټول یې پکې شل اورونه کړي او د ۱۵۲ منډو ورکولو بدل کې یې ۷ ویکټې هم ترلاسه کړې، چې د هاشم امله او شعیب ملک غوندې مشهور لوبغاړي یي هم وسوځول.
قیس احمد د نولس کلنو نړیوال جام کې ښه وځلېد او د ډېرو ویکټو په اخیستو سره یې د نړیوالو پام ځان ته راوړوه.
ټاکل شوې وه، چې د بنګله دېش پریمیر لیګ د همدغه کال په اکتوبر کې پیل شي، خو اوس داسې ویل کیږي چې ښايي د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې به وشي.
له قیس احمد مخکې په دې لیګ کې نور افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي.
نصرت الله عمرزی