له نړیوالۍ ټولنې سره یې په کړو ژمنو ښه پرمختګونه لرلي

د مالیې وزارت وايي، کومې ژمنې چې اته میاشتې وړاندې افغان حکومت د جینوا په ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې، تر پنځوس سلنې زیاتې یې عملي کړي دي.

د دغه وزارت سرپرست همایون قیومي د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي ياماماتو سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د افغانستان سره د نړیوالو مرستو، سیمه ییزې پراختیا، خصوصي سکټور، د پوهنې پر کیفیت، د اداري فساد او مخدره موادو پر وړاندې د مبازې پر څرنګوالي او په حکومتولۍ کې د ښځو پر ګډون خبرې وشوې.

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي ياماماتو يادې خبري ناستې ته وویل، چې د نړیوالې ټولنې له خوا کېدونکې مرستې باید په داسې ډول ولګول شي چې د خلکو پر ژوند د پام وړ اغېز ولري.