ژباړه: عطا محمد مياخېل
په ژوند کې د پیروۍ له پاره تر ټولو ستره بېلګه څه ده؟
وې ویل: ماشومان تر ټولو ستره بېلګه دي.
اروا پوه ته وویل شول: ماشومان خو په هېڅ هم نه پوهېږي.
ارواپوه وویل: سخته تېروتنه کوې.
ماشومان شپږ ځانګړتیاوې لري، چې هېڅکله یې باید هېرې نه کړو:
لومړی دا چې: بې لامله خوشاله دي.
دویم دا چې: تل په یوه کار باندې بوخت دي.
درېیم دا چې: کله چې کوم څه غواړي، ترڅو یې چې تر لاسه نه کړي، له ټینګار څخه لاس نه اخلي.
څلورم دا چې: په هېڅ څیز پورې زړه نه تړي.
پنځم دا چې: کله چې له یو بل سره شخړه کوي، نو ډېر ژره سره پخلا کېږي او یو بل ته په زړه کې کینه نه ساتي.
شپږم دا چې: په ډېرې آسانۍ سره ژاړي.
ماشومانه ژوند وکړئ.