مدیریت او رهبریت دوه بېل بحثونه

د رهبریت او مدیریت موضوع په وروستیو کې په نړۍ کې ډېره ياديږي او دا بحث پکې غښتلی دی چې د سازمانونو، ادارتو او نورو بنسټونو د موخو د ترلاسه کولو لپاره یوازې مدیریتي هنر پکار دی، که رهبري او يا دواړه؟ مخکې تر دې چې یاد بحث ته داخل شو دا خبره په یاد لری چې په ننۍ صنعتي نړۍ کې د سازمانونو د ټولو کارکوونکو، په ځانګړي ډول هغو لپاره چې لوړپوړي چارواکي دي، د مدیریت او رهبرۍ، دواړو وړتیاوو لرل اړین بلل شوي دي. په دې مانا چې د موخو د تحقق لپاره باید د مدیریت او رهبرۍ دواړو هنر ولرو.

په عام نظر کې ډېر کله مدیریت او رهبریت د یو بل په مانا کارول کیږي. داسې فکر کیږي چې د یو بل مترادف دي. تر دې چې ډېری رهبران د مدیرانو چمونه کوي او برعکس مدیران د رهبرانو. لکه وړاندې چې مو یاده کړه د یوه انسان لپاره چې کله د یو سازمان چاري ور له غاړې کیږي، تر ډېره د دواړو وړتیاوو لرل اړین دي، خو په ماهیت کې سره توپیر لري. اوس نو مهمه دا ده چې لومړی مدیریت او رهبریت و پېژنو، وروسته یې په توپیرونو پوه شو او په پای کې په دې فکر وکړو چې اوس نو څنګه کولی شو یاد مهارتونه په ځان کې و روزو.

په دې لیکنه کې دې موضوع ته تم کیږو چې رهبري او مدیریت څه دي او کوم توپیرونه لري.

که په لنډ ډول ووایو، رهبریت د نفوذ یا اغېز هنر ته وايي. رهبر په نورو اغېز کوي، مینه یې را جلبوي او په خپله خوښه، مینه او رغبت سره یې لاره څاري. رهبران لارښوونه کوي، هدایات ورکوي او نورو ته مسیر ټاکي، په داسې حال کې چې مدیر کارونه اداره کوي، تنظیموي یې او د ټاکلو موخو د تحقق لپاره زیار باسي. مدیران د نورو په واسطه کارونه ترسره کوي، مدیر برنامې جوړوي او د ادارې یا سازمان د کارکوونکو پر کارونو نظارت کوي، ارزونه یې کوي، د چارو په ترسره کولو کې ورته لارښوونې کوي، راپور ترې غواړي او خپله هم لوړ مقام ته د کارونو راپور ورکوي؛ په داسې حال چې رهبریت په نورو کې نفوذ کوي، په خپله خوښه یې د سازمان د ټولیزو موخو د تحقق لپاره لېواله کوي، انګېزه ورکوي، باور او اعتماد پکې روزي او د ټاکلو موخو لپاره یې یو موټی کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې په ټوله کې مدیر او رهبر کوم توپيرونه لري. ځواب يې لاندې روښانه کوو:

  1. مدیر سمبالچاری دی، کارونه اداره کوي، کارکوونکي څاري، په داسې حال کې چې رهبر نوښت کوي، نوې مفکورې رامنځته کوي او په نویو لارو باندې پر مخ تګ ته ادامه ورکوي.
  2. مدیر له وړاندې لیکلې موخې تعقیبوي، پلې کوي یې او د سازمان د همدې ټاکلو موخو د ترلاسه کولو لپاره عمل کوي؛ په داسې حال کې چې رهبر داسې نه دی. رهبر خپله اصل دی، خپله موخې ټاکي، لارې چارې ورته ګوري او په نویو فرصتونو فکر کوي.
  3. مدیر د سازمان د موجوده وضعیت د ساتلو لپاره کار کوي؛ په داسې حال کې چې رهبر کارونو ته پراختیا ورکوي، د لاښه کولو لپاره یې فکر کوي او په پرمختیا یې غور کوي.
  4. مدیر په سیستمونو او جوړښتونو تمرکز کوي، د مراتبو تسلسل په پام کې نیسي، په داسې حال کې چې رهبر په افرادو فکر کوي او هغوی ته د انساني قوې په نظر ګوري.
  5. رهبران په ډېرو حالاتو کې مصلحتي چلند کوي یعني مصلحت ګرا دي؛ په داسې حال کې چې مدیران قانون پلی کوي او قانون ګرا دي.
  6. مدیر هڅه کوي د نورو رضایت ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې رهبر خپل ټول فکر په دې متمرکزوي چې څه ډول اړینې چارې ترسره شي او څنګه د اړینو چارو ترسره کولو ته د پلویانو پام ور واړول شي. ښايي په دې برخه کې د ځینو نورو له کلکو مخالفتونو سره هم مخ شي خو رهبر ورته پام نه کوي او مخ پر وړاندې ځي.
  7. مدیر د کارونو د ترسره کولو په فکر کې وي او موخه یې دا وي چې کار ترسره شي که هغه په هر حالت کې وي؛ په داسې حال کې چې رهبر بيا د کارکوونکو خيال ساتي او هغه کس ته پاملرنه کوي چې کار ترسره کوي. مطلب دا چې رهبر د بشري قوې په فکر کې وي او مدیر د کار کېدل یا نه کېدل څاري.
  8. مدیر په کارونو نظارت یا څارنه کوي؛ په داسې حال کې چې رهبر په نورو کې د اعتماد او باور روحیه روزي.
  9. د مدیر فکر محدودو وي، یعني نږدې لیدلوری لري؛ په داسې حال کې چې رهبر لرې نظر لري، وړاندې ګوري او لرلید یې پراخ وي.
  10. مدیر له نورو پیروي کوي او نور تعقیبوي؛ په داسې حال کې چې رهبر خپله د الهام او پیروی سرچینه ده او داسې څوک دی چې باید لاره یې تعقیب شي.
  11. مدیر شته وضعیت مني؛ په داسې حال کې چې رهبر غواړي موجوده وضعیت ته بدلون ورکړي او د لا ښه والي لپاره یې لاس پر کار شي.
  12. مدیر په دې هڅه کې وي، چې کارونه په سمه بڼه تر سره کړي؛ په داسې حال کې چې رهبر په دې فکر کوي چې کوم کارونه سم دي.
  13. رهبران د عمل خلک دي، فکر کوي، څه چې ورته په نظر سم او اړین ښکاره شول په ترسره کولو يې اقدام کوي، رېسک اخلي او مخکې ځي؛ په داسې حال کې چې مدیران له وړاندې پر جوړو شویو طرحو باندې کار کوي.
  14. مدیر په دې فکر کوي چې څنګه کارونه په سمه بڼه ترسره کړي او له امله یې د ځان په ګټه کرېډېټ واخلي؛ په داسې حال کې چې رهبر مسؤلیت اخلي.
  15. مدیران؛ محدود شمېر مامورین لري چې خپل کارونه پرې ترسره کوي؛ خو رهبران پلویان لري او د لا ډېرولو په فکر کې یې وي.
  16. مدیران یوازې د خپلې ادارې یا سازمان د موخو د تحقق لپاره کار کوي؛ په داسې حال کې چې رهبران ښايي د سازمان تر محدودې ور پورته موخې هم ولري.
  17. رهبران ژور او بنسټیز فکر کوي؛ په داسې حال کې چې مدیران کار ته ګوري او پرې پیل کوي.
  18. رهبران نور تشویقوي، هڅوي یې او په مهربانۍ پکې د کار کولو روحیه روزي؛ خو مدیران کار سپاري او کنټرول کوي.
  19. رهبران تر ډېره کارېزماټیک شخصیتونه لري؛ په داسې حال کې چې مدیران سیستماتیک شخصيتونه دي.
  20. رهبران له نورو سره اړیکې نیسي، کښېني ورسره، خبرې ور سره کوي؛ په داسې حال کې چې مدیر تر ډېره خپل موقف ته ګوري او داسې ښيي چې ګني له هر چا سره د خبرو وخت نه لري.

پورته د رهبریت او مدیریت مهمې ځانګړنې او توپیرونه یاد شول. اوس که غواړی دواړې وړتیاوې خپلې کړی لاس پر کار شئ، زده یې کړئ او تمرینونو ته یې ادامه ورکړئ. تر ټولو ښه خبره دا ده چې هر هنر او پوهه زده کېدای شي.