ملي امنیت ځواکونو په تیر ۱۳۹۶  کال کي په سلګونه دولت ضد وسلوال مخالفین نیولي دي

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره انعکاس ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کي راغلي چي ، ملي امنیت ځواکونو په تیر۱۳۹۶ لمریز کال کي ۴۵۰ تنه د بیلابیلو قضیو او جرمونو مجرمین نیولي دي.

د خبرپاڼي په حواله له دغو نیول شویو ۴۵۰ تنو څخه  ۲۳۹ تنه یي وسلوال طالبان ، ۸۰ تنه د داعش وسلوالي ډلي غړي او ۱۰۰ تنه انسان تښتونکي ، ځانمرګي بریدګر، او ګڼ شمیر مجرمین دي چي، د نیول کیدو پر مهال ورسره ګڼ شمیر وسلي او مهمات هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه په ورته مهال زیاتوي په یاده موده کي د ملي امنیت د هلو ځلو په پایله کي سلو تنو وسلوالو طالبانو او ۴۱ داعشیانو له جګړي لاس اخیستی او د خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای د سولي له بهیر سره یو ځای شوي دي.

صفت الله محبت